واکمنو ته!

رسول الله ﷺ د خپل حکومت په زمانه کې یو صحابي معاذ رضي الله عنه یمن ته د والي په حیث ولیږه، هغه ته د څو ګټورو نصیحتونو په لړ کې یې دا نصیحت هم ورته وکړ چې د مظلوم له ښېرا به ځان ساتې، ځکه د مظلوم ښېرا عامه او عادي ښېرا نه ده، د مظلوم ښېرا ته الله تعالی دومره اهمیت ورکړی چې ده ته د رسیدا په لاره کې یې ټول خنډونه او حجابونه ختم کړي دي، مطلب څنګه چې د مظلوم له خولې وځي؛ دستي الله ته رسیږي. یوه بل روایت کې راغلي چې د مظلوم له ښېرا ځانونه ساتئ، ان که دا مظلوم کافر وي هم.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ بَعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ، فَقَالَ: اتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ؛ فَإِنَّهَا لَيْسَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَابٌ. رواه البخاري.

نور به پریږدو عموماً د چارواکو په دروازو کې ناستو/ولاړو مراجعینو ته ناوخته ورتګ یا وختي ورنه تلل، یا شناخته او ملګري مخته کول وغیره، داسې چې د خلکو حق سم ادا نه کړل شي؛ د چارواکو ظلم ګڼل کیږي او د ظلم په صورت کې د مظلوم له ښېرا وېره په کار ده، که څه هم د واک په نیشه کې دا ډول وېره نه احساسیږي، مګر د ویښ ضمیر او ژوندي ایمان خاوندان یې احساسولی او له ظلمه ځان ژغورلی شي.

 

استاد حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button