د اسلامي نظام ساتل هم فرض دي!

ليکنه: سليمان سعيد «غلجی»
د افغانستان متدين ولس د خپل تاريخ په اوږدو کې؛ خصوصاً په تېرو څلورو لسيزو کې د اسلامي نظام د حاکميت او د خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره داسې بې درېغه قربانۍ ورکړې دي، چې ساری يې ډېر کم، يا بيخي نه موندل کيږي.
که له پخوانيو تاريخونو راتېر شو او يوازې د تېرو څلورو لسيزو په موده کې د شوروي اتحاد او صليبي ښکېلاک پر خلاف د افغانانو قربانۍ وڅېړل شي، نو معلومه به شي چې افغان ملت هيڅکله غلامي او بې ديني نه شي زغملی. پخوا به لاس په لاس په تورو او نېزو جګړې وې، د وسايلو او تجهيزاتو له درکه مو دښمنان هم چندان بډايه او پرمختللي نه وو. مګر اوس مهال خو زموږ دښمنان په ټکنالوژي کې دومره پرمختللي دي، چې موږ ورسره هيڅ د پرتلې وړ نه يو، هغوی اټم جوړوي او موږ ټوپک هم نه شو جوړولای، نو په دغسې حالاتو کې له دومره پياوړي دښمن سره جګړه او مقابله کول ډېر سخت دي، ځکه خو به ځينو ويل چې له دوی سره د افغانانو جګړه له غره سره د سر جنګولو په معنی ده، هسې به ځانونه خوار کړي، خو دوی ته شکست ورکول او د جګړې ګټل هيڅ امکان نه لري!
مګر بيا هم د افغانانو بې سارې قربانيو يرغلګر او د هغوی غلامان تېښتې ته اړ کړل، ګران هېواد مو ازاد او دا دی خپل نظام مو حاکم شو! خو د دغې معرکې او مبارزې په موده کې افغانانو داسې نا پايه او بې درېغه قربانۍ ورکړې دي، چې ژبه يې له بيانولو او قلم يې له ليکلو عاجز دی! دغه ازادي او خپلواکي مفت يا په سوال او زاريو نه ده تر لاسه شوې، د خپلواکي ګټلو او اسلامي نظام د حاکميت په خاطر د دې ملت په ميليونونو بچي په شهادت رسېدلي، په ميليونو نور يې زخميان او معيوب شوي، په ميليونونو يې مهاجر او بې شمېر نور يې لا تري تم ورک دي. د ګل په څېر ځوانانو خپل ښايستونه ترې زار کړي، د خپل ژوند په بدل کې يې مبارزه کړې، ځان پورې يې بمونه تړلي، لوږه او تنده، ساړه او ګرمي، مرضونه او نور هر ډول تکاليف يې ګاللي. د ژمي يخو شپو کې؛ چې ټول خلک به خپلو تودو بسترو کې پراته وو، د ازادۍ مبارزين به په باغونو، غرونو او ګړنګونو کې لا لهانده ګرځېدل، که د چاپې غږ به شو حتی په کاريزونو کې به يې پنا اخيسته.
همدغه راز د افغانستان ټول متدين ولس کړېدلی او ځورېدلی دی، هغه خلک چې خپلو مبارزينو سره به يې څه مرسته کړې وه، ډوډۍ به يې ورکوله يا به يې د شپې تېرولو ځای ورکړی ؤ، د يرغلګرو او د هغوی د غلامانو له خوا به هدف ګرځېدل، کورونه يې وران شول، پوره پوره کورنۍ په بمبار کې لولپه شوې، معيوب شول، زندانونه يې تېر کړل او هر ډول ناخوالې يې وليدلې.
اوس چې الحمدلله؛ يرغلګر وتښتېدل، خاوره مو ازاده او اسلامي نظام حاکم شو، نو بايد چې اوس يې د ساتلو او پاللو لپاره هم قربانۍ ورکړو، صبر او همت وکړو او د خپلو شهيدانو ارمانونه پوره کړو. لکه څرنګه چې پرون د يرغلګرو شړل او د اسلامي نظام قائمول پر موږ فرض ؤ، همدغه شان نن د خپلې خاورې او اسلامي نظام ساتل او پالل هم پر موږ فرض عين دي.
د نوي نظام د ساتلو او قوي کولو لپاره حکومت او رعيت دواړه بايد هڅې وکړي او قربانۍ ورکړي.
د نظام مربوط ټول اشخاص بايد له خودخواهي، ماده پرستي او هر ډول فساد څخه په کلکه ځانونه وساتي، لکه څرنګه چې يې تېر شل کلونه بې معاشه او بې امتيازه؛ يوازې د الهي رضا حاصلولو لپاره قربانۍ ورکړې، هر ډول تکليفونه او زحمتونه يې وګالل، اوس دې هم په نا چيزه دنيا او مادياتو نه غوليږي، له نفس سره دې مقابله وکړي او د معاش په خاطر نه، بلکې د خپلو زحمتونو او د شهيدانو د ارمانونو په خاطر دې د اسلامي نظام د تقويت او دفاع لپاره کار وکړي.
عام ولس باندې فرض ده چې د خپل نظام د ساتلو او پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړي، د شريرو افرادو پر خلاف دې د خپل نظام همکاري وکړي، هغوی ته دې معلومات او نېکې مشورې ورکړي، دعا دې ورته وکړي او په ټولو جايزو چارو کې دې د خپل نظام ملاتړ او لاس نيوی وکړي.
تر څو چې زموږ نظام په پښو دريږي او پرمختګ کوو، بايد چې په دغه موده کې پوره صبر او حوصله ولرو، له تنګسې او سختۍ وروسته؛ اساني او سوکالي راتلونکې ده. اوس موږ ايله د پرمختګ ليکې ته برابر شولو، د اشغال په موده کې هيڅ ډول پرمختګ امکان نه لري، پرمختګ له خپلواکي پورې تړلی دی، اوس چې موږ خپلواکي تر لاسه کړې، نو ډېر ژر به ښه او سوکاله ژوند ولرو. البته د نظام په ابتداء کې حتماً يو څه ستونزې وي، خو د ستونزو د حل لپاره بايد هڅې وشي، نه د نظام د تخريب لپاره. نو د نوي اسلامي نظام ساتل د هر مسلمان او افغان فرض او ذمه واري ده.
يا رب! توفيق…!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button