مالیزیا په افغانستان کې مرستندوی مرکز جوړوي

عزم(شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): په مالیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به ستر مرستندوی مرکز پرانیزي.

په کولالمپور کې د افغانستان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په مالیزیا کې د افغانستان سفیر محب الرحمن سپین غر د افغانستان لپاره د مالیز د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي احمد اعظم سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، احمد اعظم ویلي، د ژمي تر رارسېدو مخکې  د افغانستان خلکو ته د درملو، طبي وسايلو، خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو په ګډون د بشري مرستې پر مالونو بار یوه الوتکه به افغانستان ته ولېږي. : «د مالیزیا د سولې نړېوال بنسټ په پام کې لري چې ډېر ژر په کابل کې یو لوی مرستندویه مرکز پرانیزي.»

 ټاکل شوې ده د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار به له سیمه ییزو سفرونو وروسته ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

تېره اوونۍ د مالیزیا د یوه بنسټ مسوولینو په کابل کې د کرنې وزارت ته ډاډ ورکړی و چې له افغانستان سره به د کرنې په برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: