د اسلامي امارت سل ورځنی حاکمیت او لاسته را وړنې

رحمت الله فیضان

د هیواد استقلال:
سل ورځي وړاندي د افغانستان خاوره او فضا د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په اشغال کې وه ، سل ورځي وړاندي دلته د یو داسي مفسد نظام حاکمیت وو چي آن خپل باداران یې هم پرې شرمیدل ، سل ورځي وړاندي چور او چپاول ، مسلحي غلاوې ، زنجیره یې قلتونه او بې عدالتي حاکمیت درلود ، سل ورځي وړاندي د یو عادي ماموریت په بدل کې د پتمنو میرمنو عزت لیلامیدل ، سل ورځي وړاندي محاکم د را کړي ورکړي او پیسو پيدا کولو په مارکیټ بدل شوي وو ، حق د هغه چا په برخه وو چي ډيري پیسي یې مصرفولی شوای ، سل ورځي وړاندي دلته داسي حاکمیت وو چي قلم یې په لیکلو شرمیږي .
سل ورځي وړاندي دلته د زور واکو د قدرت نمایې غټي او وړې جزیري جوړي وي .
سل ورځي وړاندي ښارونو د نظامي کلاګانو بڼه خپله کړي وه او هرچا د خپل روز په حدود کې عمومي واټونه د خپل کور برخي ګرزولي ول .
سل ورځي وړاندي خرڅ شویو مزدورانو،زورواکو ، مافیایې کړیو او هیواد پلورونکو د هیواد ټوټه کولو او وېشلو ته ملا وې تړلي وې چا د خراسان ، چا د ترکستان او چا د هزارستان باطلو داعیو بیرغونه اوچت کړي ول .
دې ټولو نا خوال ، بدبختیو ،بي عدالتیو، جبر او اکراه ته له سلو ورځو وروسته د افغان مومن ولس ۲۰کلني مبارزي او مجاهدت د پای ټکی کیښوود ، افغانانو د خپلو نازولو په قرباني سره هیواد آزاد کړ اشغالګران یې په ټیټ سر په نیمه شپه له خپلي خاوري څخه وشړل، د اشغالګرانو په لاس جوړ شوی مفسد، مزدور او جعلي حکومت چي د ملي حاکمیت لباس یې ور اغوستی وو را نسکور کړ اوواکمنانو یې په رڼا ورځ و تښتیدل .
دا ټولي د سلامي امارت هغه طلاي لاسته را وړني دي چي زموږ تاریخ او راتلونکي نسلونه به تر ډيرو پرې ویاړي .
داسلامي امارت یپلوماتیکي هڅي :
– په سیاسي برخه کې اسلامي امارت ټولي نړۍ ته د دوستي پیغام ورکړ د نړۍ هیوادونه یې تعامل ته را وبلل او په ډاکه یې وویل: چي : د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ټینګولو ته لیواله دی، له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چي خپلي سیاسي څانګي فعاله وساتي .
د همدې هلوځلو په پایله کې د ترکمستان جمهور ریس قربان قلي بردي محمدوف اعلان وکړ چي : هیواد یې آماده دی د افغانستان له سرپرستي کابني سره کار وکړي.
د افغان او ترکمن چارواکو تر منځ په وروستیو لیدنو کې د ټاپي پروژي پر پیلېدا تاکید وشو ، او د هرات ـ ترکمنستان، جوزجان –ترکمنستان تر منځ د ریل خط د غځیدا پر سر هم توافق وشو .
د مسکو په کنفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي ټیم، د کنفرانس د ګډون کونکو نظر د افغانستان په ګټه و څرخا وو چي تر ټول یوه ښه لاسته را وړنه وه ، په دغه کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي او ملګري هیت دغونډي ګډون وال دېته وهڅول چي د افغانستان کنګل شوي شتمني آزادي شي، افغانستان ته بشري مرستي ورسیږي ، او د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وشي چي د غونډي برخوالو پرته له کوم اختلافه دا غوښتني ورسره بدرګه کړي .
، همداراز د مسکو د کنفرانس په څنډ کې د هند او ایران له استازو سره هم لیده کاته وشول او د ښو روابطو جوړولو په برخه کې ورسره خبري وشوې د همدې لیدنې په پایله کي :
تهران تشویق شو چي د افغانستان په اړه د روسیې په ګډون د افغانستان د همسایه هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ګډه غونډه جوړي کړي په دغه غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل : هیله من یم چي د افغانستان اوسني حاکمان به د بین المللي ټولني توقعات پوره کړي ،موږ د افغانستان ځمکني استقلال ته احترام لرو او د یو باثباته افغانستان په لټه کې یو.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تهران په ناسته کې سوله او ثبات د افغانانو حق وباله،نوموړي د غونډي برخه وال را دعوت کړل ترڅو د افغانستان د اقتصاد بیرته را ژوندی کولو په برخه کې کار وکړي .
د چین د بهرینو چارو وزیروویل: امید لرو چي موږ ټول به وتوانیږو چي د افغانستان د سولي او آرامي په برخه کې مرسته وکړو.
اسلامي امارت له چین هیواد سره هم نیکي اړیکي جوړي کړي ، دهمدي روابطو په نیتجه کي د چین هیواد د بهرنیو چارو وزارت له متحده ایالاتو وغوښتل چي پر افغانستان وضعه شوي بندیزونه لري کړي او له دې زیات د افغانستان نوي مقامات په محدودیت کې ونه ساتي، همدا راز د دغو اړیکو په نتیجه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر په یو مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چي ۶۵ ملیون ډالره یې له افغانستان څخه د ملاتړ په موخه ځانګړي کړي دي .
د چین او افغان مقاماتو تر منځ د د وامداره اړیکو په موخه د سیاسي موضوعاتو ،د دیپلوماتیکو هڅو کمیټه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د تنظیم او دوام کمیټي تشکیل شوي .
د اسلامي امارت له واکمني وروسته د چین هیواده ته دهوا له لاري د ځنغوزویو لومړنۍ محموله صادره شوه .
تردي وړاندي د اسلامي مارت سیاسي ټیم په قطر کې له امریکایانو سره ګډه غوڼده وکړه چي پکې له امریکایې لوري وغوښتل شول ترڅو د افغانانو شتمني آزاده کړي ، د پاکستان په غونډه کې هم داسلامي امارت پلاوي ګډون وکړ له نړیوالو یې وغوښتل چي د افغانستان مشروع نظام په رسمیت و پیژني او له امریکا وغواړي چي د افغانستان کنګل شوي پانګه چي د افغانستان په خلکوپوري اړه لري آزاده کړي .
له ازبکستان سره هم اړیکي جوړې شوي د دغو اړیکو په ترڅ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیز کاملف وویل چي افغانستان ورته د خپلو ګټو په موخه ستراتیژیک اهمیت لري .
هند هم له اسلامي امارت سره د ښه نیت په پار د ۵۰زرټنو غنمو مرستي وعده وکړه چي د پاکستان له لاري به افغانستان ته انتقال شي خو هندي ورځپاڼي (ایندیا اکسپرس) وروسته خبر ورکړل چي د هند حکومت له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د دغه هیواد له لاري د ۵۰زرو ټنو غنم د مرستي یوه محموله افغانستان ته ولیږده وي، خو پاکستاني لوري ورته مثبت ځواب ور نه کړ، دا ستونزه د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سفر پر مهال د دغه هیواد صدر اعظم عمران خان سره مطرحه کړه هغه ورته د انتقال په برخه کې د مرستي وعده ورکړه .
له ایران سره هم د اقتصادي ، سودا ګري او پرمختیایې پروژو په برخه اړیکي جوړي شوې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ایران خاص استازي حسن کاظمي افغانستان ته راغی او د بهرنیو چارو او سوداګري وزارتونو له وزیرانو سره یې خبري وکړي .
په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان د هیواد د کلتور له وزیر ښاغلي خیرخوا سره د ګډو فرهنګي همکاریو په باب لیده کاته وکړل .
دا خلي امنیت:
د مزدور حکومت په دوران کې ښاري امنیت له سترو خطرنو سره مخ شوی وو مسلحي غلاوي ، اختطاف ، د موټرو ، موټرسایکلو او مبایلونو غلاوي اوج ته رسیدلي وي چي د سلو ورځو په تیریدو سره ښاري امنیت کنترول شو .
په دې اړه د هیواد امنیتي ارګانونو خبر ورکړ چي د دریو میاشتو په اوږدو کې ۶۰۰تنه داعشیان او نور هغه کسان چي په مختلفو جرایمو کې یې لاس در لود نیول شوي دي، ۸۲تنه سړي تښتوونکي نیول شوي، ۱۲ تنه د سړي تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شوي ، ۲۰۸تنه جعلي مجاهدین له صف څخه ایستل شوي . ۶۷تنه د جعلي اسنادو جوړوونکي نیول شوي.
دفاعي سستم :
د حرفه اي اجرتي يونيفورمي قاتلانو په ځای د وطن او اولس اصلي بچيانو څخه د وطن او اولس د دفاع او حفاظت لپاره په کمو امکاناتو یوه منظمه ملي انګیزه لرونکي او متعهده اوردو جوړه شوه ،د افغانستان ټول سرحدونه دیوه اصلي ملي اردو له لوري ساتل کیږي.
منځنۍ او لوړي زده کړي :
له لیږ ځنډ وروسته د نارینه زده کوونکو تعلیمي بهیر پیل شو او د نجونو د زده کړو بهیر په تدریجي ډول پیل شو چي تر اوسه دا بهیر ۷۵ سلنه بشپړ شوی دی .
په ټولو ولایاتو کې شخصي پوهنتونه د شاګردانو پر مخ پرانستل شول د دولتي پوهنتونه د ستونزو پر حل کار روان دی هغه به هم حل شي .
اداري سستم :
اداري سستم د پنځه سوه زرو مامورینو پر مټ بیرته په کار واچول شو ،په اداراتو کې فساد او ارتشا له منځه لاړه ،د دولت ټول عواید چي پخوا شخصي جیبو ته تلل اوس د دولت خزاني ته ځي .
په ښارونو کې د عمومي واټونو آزده ول :
د کابل په شمول د افغانستان لویو ښارونو د جنګي کلاګانو بڼه خپله کړي وه، زورواکو عمومي واټونه په خپلو کورونو کې شامل کړي وو د خلکو پر مخ د تګ را تګ لاري تړلي شوي وې ، د خلکو تګ را تګ ستونز من شوی وو، اسلامي امارت په سل ورځنی حاکمیت کې په ښارونوکي ټولي هغه موانع چي د ۲۰کالو په اوږدو د زور واکو له لوري را منځته شوې وې له منځه یو وړلي .
د بیان آزادي او رسنیزي لاسته را وړني :
په ټول هیواد کې دولتي او شخصي رسنۍ فعاله دي ځیني شخصي رسنۍ که تړل شوي وي دا کار د هغوی خپلو مالکانو په خپله خوښه کړی .
دا مهال چي څومره د بیان او رسنیو آزادي په افغانستان کې موجوده ده په اکثرو همسایه هیوادونو کي وجود نه لري .
د میرمنو کار او فعالیت :
په ټولو هغو اداراتو کې چي د میرمنو کار پکې اړین دی میرمني پکې حضور لري لکه تعلیم او تربیه ، پوهنتونونه ، عامه روغتیا ، پولیس او ځیني تصویري او غږیزي رسنۍ .
همدا راز په نور برخو کې د میرمنو د کار او فعالیت پر داسي میکانیزم کار کیږي ترڅو د ښځینه کارکوونکوي حیثیت او عزت پکې خوندي وي .
پای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: