ځڼغوزي وپېژنئ!

د افغانستان په وچو میوو کې ځڼغوزي ځانګړی اهمیت لري. ځڼِغوري ( جلغوزه ) یوه مشهوره وچه مېوه ده چې علمي نوم یې (Pinus gerardiana) دی .د افغانستان دري ژبي خلک یې جلغوزه بولي او په اردو او هندي ژبو کې ورته چلغوزه وایي. ایرانیان دځڼغوزیو ونې ته د کاج ونه وایي .
د ځڼغوزي ونې د افغانستان په غرونو کې زیاتره په طبیعي ډول پیدا کیږي. په افغانستان کې د ځڼغوزي ونې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې پيدا کیږي.
همداراز د پښتونخوا په ځینو سیمو لکه وزیرستان او د پاکستان په سړو او واورینو غرونو او هم په هند کې د هیمالیا د غره په ډېرو برخو او په کشمیر کې هم پیدا کیږي.
کله چې د ځڼغوزیو ونه (۲۵ ) یا (۳۰) کلنه شي، نو حاصل ورکوي او له هرې ونې د لس کېلو ګرامو په اندازه ځڼغوزي راټولیږي. باید وویل شي چې د ځڼغوزي مېوه د دغو ونو له غوزو نه راټولیږي.
د ځڼغوزي مېوه کله د ځینو طبیعي آفتونو؛ لکه ږلۍ او چینجیانو په وجه زیانمن کیدلی شي. د ځنغوزیو ونې په غرونو کې د اورښتونو او بارانونو له لارې خپلې د اړتیا وړ اوبه ترلاسه کوي.
ځڼغوزي یوه ګټوره وچه میوه ده، چې د ځینو ناروغیو د له منځه وړلو لپاره؛ لکه د مثانې د ډبرو او د وینې د فشار او کلسټرول لپاره ګټوره ده. همداراز د جنسی ځواک او د حافظې په پیاوړتیا او د زړه د ناروغۍ په لیرې کولو کې رغنده رول لوبوي او د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي. د دې تر څنګ ډیر غذایي مواد؛ لکه: اسیدونه، پروټین، نشایسته او فایبرونه هم لري. ځڼغوزي د ( A)او ( E)وایټامینونه هم لري .
اوس په افغانستان کې د یوه کیلو ګرام ځڼغوزیو بیه ( ۲۸۰۰) افغانۍ ده .
افغانستان په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې اروپایي هېوادونو او چین ته ( ۱۸۰۰) ټنه ځڼغوزي لیږدولي دي.

لطیف (یاد)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button