کرېکټ: افغان لوبډله د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي

عزم(یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا اړوند د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه په کربین هېوادونو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شي چې د فبرورۍ میاشتې تر ۴مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د یادو سیالیو په درېیم ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پاپو نیو ګیني لوبډلو سره مخ کېږي. د دغو سیالیو په لړ کې به افغان لوبډله د جنورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې د ترینداد او ټوباګو ټاپو په ډیګو مارټن لوبغالي کې مخ شي.

د افغان ځوانانو لوبډله به خپله دویمه سیالي هم په همدې لوبغالي کې د جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه د پاپو نیو ګیني لوبډلې پر وړاندې وکړي، خو په لومړي پړاو کې به خپله وروستۍ سیالي د همدې ټاپو په براین لارا کرکټ روزنځای کې د پاکستان پر وړانډې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغان لوبډلې په ګډون به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې د یادو سیالیو له پیل وړاندې ۲-۲ تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي چې د جنورۍ میاشتې له ۹مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې ترسره شي.

افغان نولس کلنه لوبډله د یادو سیالیو لپاره لا له وړاندې په چمتووالي بوخته ده چې ګڼ شمېر تمریناتي کېمپونه یې ترسره کړي او هم یې د بنګله دېش د نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره یاد هیواد ته سفر وکړ. افغان ځوانانو که څه هم د کوربه بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۳-۲ وبایلله خو په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې یې بیا ستره بریا خپله کړې وه.

اوسمهال هم د راتلونکو سترو سیالیو لپاره د لا غوره تیاریو په موخه د افغان نولس لوبډلې تمریناتي کمپ دوام لري لري چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په ننګرهار ولایت کې پیل شوی دی او ټاکل شوې ده چې ۱۵ نورې ورځې به هم دوام ومومي.

د دې سربېره به د افغان ۱۹کلنو لوبډله سږ کال د اسیا جام سیالیو کې هم برخه واخلي.

د ۱۹کلنو اسیام جام سیالۍ د راتلونکي کال د ډسمبر په ۱۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي، چې د جنوري تر دویمې به دوام وکړي.

د اسیا جام سیالیو وروسته به لوبډلې ویسټ انډیز ته ځي، چې د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې برخه واخلي. د ۱۹کلنو نړیوال جام د جنوري په ۱۴مه پیلېږي او د فبروري په ۵مه به یې پایلوبه تر سره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: