د افغانستان په خاوره د ټاپي پروژه د پیلېدو په حال کې ده
عزم(یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پیلېدو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو خبر ورکړ.
د دې موضوع اړوند د ترکمنستان لوړ پوړي هیئت چې په راس کې یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه عوضف له افغان پلاوي سره چي په راس کې یې د معدن او پیترولیم وزیر محمد عیسي و د هرات په ښار کې ګډه غونډه وکړه او و ټاکل شوه چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې، فایبرنوري او ریل پاټلۍ کار پیل شي.
په دغه ناسته کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي ترکمنستان له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي روابط د استحکام په برخه کې هڅې کوي او د ټاپي پروژې، ریل پاټلۍ او برېښنا په برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.
ټاپي پروژه د ترکمنستان غاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته رسوي، چې افغانستان ته هم په کال کې مېلیونونه ډالر ګټه رسوي.