اسلامي امارت اووم هنر باید ووژني که یې اصلاح کړي ؟

رحمت الله فیضان

تیره ورځ د امرباالمعروف او نهي عن المنکر یا هماغه دعو او ارشاد وزارت یو لیک تصویري رسنیو ته استولی او  له رسنیو څخه یې غوښتي چي هغه فلمونه ، تمثیلي پارچي ،تصویري طنزونه ،او تفریحي خپروني چي دا سلامي اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف وي یا له تحقیر او سپکاوي څخه ډکي وي یا زموږ په ټولنه کې د پردي کلتوردخپریدا او اخلاقي ځوړتیا سبب ګرزي یا د د انبیاو او صحابه کرامو تمثیل پکې شوي وي له خپرولو څخه ډډه وکړي او نشر ته یې ونه سپاري، همدا راز په دغه لیک کي هغو میرمنو ته چي په تصویري رسنیو کې کار کوي د اسلامي حجاب د رعایت توصیه شوي .

وړاندي تر دې چي د دعوت او ارشاد د لیک په اړه خپل نظر څرګند کړو ښه به وي چي د سینما یا هماغه اووم هنر  د تعریف ، اهمیت  او موخو په اړه خبري وکړو کوم چي نن ورځ پر ټوله دینا حکومت کوي .

سینما څه ده ؟

سینما یوناني کلمه ده چي معنایې حرکت دی ، او په اصطلاح کې هغه هنر او فن دی چي د متحرکو تصاویرو پرمټ خپل پيغام د پردې پرمخ ،تلویزیون ، کامپیوتر او مبایل  له لاري تر خپلو مخاطبانو رسوي .

د سینما اهمیت:

سینما د یوې ټولنیز رسنۍ په حیث د افکارو په تولید او مدیریت کې پر خلکو  ډيره اثر ګذاره ده ،سیمنا کولی شي یوه ټولنه رهبري یا کړي یا یې منزوي اوحتی تخریب کړي، سینما د قدرتونو د لاس ابزار ده او خپلو موخو ،اهدافو او مقاصدو ته د رسیدپه خاطر یې کاره وي  .

د سینما اهداف:

په نړۍ واله کچه د فلمونو دوې ستري کمپنۍ چي د بالیوود او هالیوود په نومونو یاديږي موجودي دي یوه کمپنۍ په امریکا پوري تړلي او بله په هند پوري دا دواړه  کمپنۍ معمولا دوه ډوله فلمونه تولیده وي ،یو ډول یې د خپل ولس لپاره چي خپل خلک پکې کار ، تعلیم صنعت او پرمختګ پکې را بولي   او  بل ډول فلمونه د اسلامي نړۍ لپاره تولیده وي ، کوم فلمونه چي د اسلامي نړۍ لپاره تولیدیږي په هغو کې له یوې خوا د اسلامي کلتور د تضعیف او د غربي کلتور د ترویج  ، بد اخلاقي ، خشونت ، د کورني نظام د ړنګولو ،د مسلمانانو تحقیر ، مسلمانان بد او بي تهذیبه معرفي کولو هڅه کیږي ، بلي خواته بیا سیکولریزم ،لائیزم ،د مسلمانانو ترمنځ د غربي تفکراتو ترویج اومانیزم یا هماغه فردګرايې ته مسلمانان را بلل کیږي  .

پورتنیو اهدافو ته په ګتو سره د هندي او امریکایې سینما ګانو تولیدان زموږ او ټولي اسلامي نړۍ لپاره  زهر قاتل دي نو په داسي حالاتو کې موږ ته څه کول په کار دي ؟

حل لاره:

۱-ټول هغه فلمونو چي د بالیوود او هالیوود کمپنیو تولیدات دي په مطلق ډول بند کړای شي .

د دعوت او ارشاد ، اطلاعاتو او کلتور وزارتونه دي په ګډه سره د سانسور یوه اداره را منځته کړي او هغه فلمونه چي په اسلامي نړۍ کې تولیدیږي له کلک سانسور وروسته دي د مجوز په صادرولو سره د خپریدا اجازه ورکړای شي ترڅو تصویري رسنۍ وپوږي چي کوم فلمونه مجاز او کوم غیر مجاز دي  .

۲-د تکنالوجي په نني عصر کې موږ مجبور یو چي اووم هنر له پام ونه غورځه وو که له پامه وغورزول شي او په  اسلامي او افغاني معیارونو ولاړ فلمونه تولید نشي نو زموږ خلک به مجبوري وي چي د پردیو فلمونو استعمال ته مخه کړي په دې صورت کې به ولس په فزیکي لحاظ له موږسره وي او په فکری لحاظ به له پردیو سره وي ، او تل به له خپلو خلکو سره په جګړه کې یو ، د فلمونو د تولید په برخه کې پاګونه زموږ هوس نه بلکي مجبوریت دی .

۳-حجاب فرض دی او حدود یې هم مالوم دي دا چي زموږ په ولس کې د حجاب بیل بیل ډولونه موجود دي  او هره سیمه د خپل کلتور مطابق حجاب لري او په رعایتولو یې پایبند دي ، نو ښه به وي چي موږ یو معیاري حجاب چي په تصویري رسنیو ، د زده کړو او کار په  ساحوکي ترې کار واخیستل شي طراحي کړو تر څو خلک پوه شي چي کله موږ د حجاب موضوع مطرحه کوو موخه مو هماغه معیاري حجاب دی چي له وړاندي طراحي شوی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: