سعودي عربستان هم په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

عزم(سه شنبه، ۰۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت له پرانیستل کېدو وروسته سعودي عربستان هم غواړي چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

عربي رسنۍ وايي، د سعودي عربستان چارواکي غواړي چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د یادو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت له بندولو درې میاشتې وروسته په دې غور کوي چې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

له سعودي عربستان سربېره جرمني، ایټالیې، قطر، هالنډ او ګڼو نورو هېوادونو هم ویلي دي چې ډېر ژر به په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: