ملګرو ملتونو دافغانستان له بانکي سیستم څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه

عزم(سه شنبه، ۰۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو سازمان خبر داری ورکړی که د افغانستان مالي منابع آزاد نهشي نو د افغانستان بانکي سستم به وپاشل شي .

د ملګرو ملتو سازمان د افغانستان له بانکي سستم څخه د عاجل ملاتړی غوښتنه کړي او ویلي یې دي چې ډېری کسان د بانکي پورونو د ادا کولو توان نه لري همدا راز بانکونو ته د خلکو له لوري د پیسو نه سپارل به د دې سبب شي چې د افغانستان مالي سستم به په را تلونکو څو میاشتو کې وپاشل شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایې سازمان استازي عبدالله الدرداري رویټرز ته ویلي: موږ باید په داسې لارو چارو غور وکړو چې پر مټ یې وکړای شو چې د افغانستان د بانکي سستم له یوې برخې څخه ملا تړ وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: