سور صلیب: په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

عزم(سه شنبه، ۰۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رئیس ډامینیک سټپل هارت نن د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، سره صلیب ژمنه کړې چې په افغانستان کې پاتې کېږي او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوي.: «ډامینیک سټيل هارت په افغانستان کې د روغتیا، کرنې، زندانونو او نورو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل، چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو پرمهال د نورو بنسټونو په څېر دوی نه یوازې له افغانستان څخه ونه وتل، بلکې خپلو فعالیتونو ته یې ادامه ورکړه. د عامې روغتیا وزارت، افغاني سرې میاشتې ټولنې او د اسلامي امارت نورو اړوندو مسؤلینو سره ښې اړیکې لري چې د خدماتو او فعالیتونو د لا ښه والي لپاره د هغو  لا پیاوړتیا غواړي.»

د ښاغلي مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له افغانانو سره د ژمنتیا په اساس به موږ په افغانستان کې خپل فعالیتونه او بشري مرستې لا پراخه کړو. :«د افغانستان اسلامي امارت د ریاستة الوزرا سیاسي مرستیال محترم  مولوي  صاحب عبدالکبیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاټي رئیس په مشرۍ  د راغلي پلاوي  د کرنې، روغتیا او نورو برخو کې په افغانستان کې د یادې ادارې د خیریه فعالیتونو ستاینه وکړه.»

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان بشري مرستو ته  اړتیا لري او د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ګډون ټولو خیریه بنسټونو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: