مفتي حکیمي: هېڅ نظامي کس د امر بالمعروف حق نه لري

عزم(چهارشنبه، ۰۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي وايي، هېڅ نظامي کس د د امر بالمعروف او نهی عن المنکر حق نه لري.

نوموړي د ټولو ولایتونو له امنیه قومندانانو او نظامي مسوولینو څخه غوښتي، چې د هېوادوالو په شخصي حریم کې لاسوهنه نه کوي او له دې کار څخه دې ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر خپلې ټوېټرپاڼه د ښاغلي مفتي لطیف الله حکیمي یوه ویډیو خپره کړې او په دغه ویډیويي پیغام کې نظامیانو ته جدي سپارښتنه شوې چې له خلکو سره مناسب چلند وکړي.:«هېڅ نظامي حق نه لري چې له ځانه امر باالمعروف او نهی عن المنکر جوړ کړي، د خلکو په ږیرو کار ولري، د هېوادوالو موبایلونه وګوري او شخصي حریمونه تر پښو لاندې کړي.»

نوموړي ویلي، نظامي مسوولین باید خپلو نظامي فعالیتونو ته پاملرنه وکړي او خپل سرتېري په نظامي تمریناتو او روحیه ورزوي.

د صفونو د تصفیې کمېسیون مسوولین وايي، تر دې مهاله یې لسګونه تنه له خپلو لیکو ایستلي دي او لا هم د خپلو صفونو په تصفیه بوخت دي او هغه خلک به له خپلو لیکو وباسي، چې خلک ځوروي او خپلسرې کړنې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: