خاطره (ترکیه ـــ بلجیک) د عثماني خلافت اجمالي تاریخ

په سوګوس کي تر درې ساعته تېرولو وروسته بېرته بالجیک ته ولاړم ، ځیني یاداښتونه مي واخستل د سفر تر خلاصېدو وروسته مي لاندي لیکنه وکړه:
مخکي تردې، چي د عثماني خلافت د پایښت پر هغو اسبابو خبري وکړو کوم، چي ددوی د تاریخ تر ژوري مطالعې وروسته ما پیدا کړل ــ لومړی به په اجمالي ډول د یاد خلافت د تاریخ اړونده په لنډو کي خبري وکړو.
#عثماني_خلافت:
د عثماني خلافت پیل خورا ډیري خبري لري خو که په لنډو کي ووایو، چي د عثماني خلافت د مؤسس عثمان اول پلار ارطغرل د اوسني اسطنبول څخه تقریبا ۲۵۰ کیلومتره لیري خپل قوم میشت کړل، چي همدا د سوګوس سیمه ده،دده قوم په کای یادېدئ داوغوز د لوی قوم څانګه وه هغه مهال اوسنی اسطنبول په قسطنطنیه یادېدئ، چي د صلیبیانو دلوی امپراطورۍ خورا ستر مرکز وو.
ارطغرل چي هغه مهال د سلجوقیانو د حکومت تر چتر لاندي وو دهمدې صلیبیانو سره یې سخت جنګونه وکړل او بیا یې زوی عثمان په ۶۹۸ م کال کي د سلجوقیانو څخه استقلال واخستی د خپل حکومت بنسټ یې کښيښووی چي د عثماني خلافت تاسیس هم ورته ویل کیږي عثمان اول تر ۲۸ کلن حکومت وروسته وفات سو دده زوی اورخان واک په لاس کي واخستی په دغه سلسله کي ۳۷ واکمنان د عثمان د اولادې څخه په واک کي راغلل چي تر ټولو وروستی یې عبدالمجید الثاني وو چي ۱۳۴۲ هجري سنه کي له واکه لیري سو ، دده په لیري کېدو سره د عثماني خلافت ۶۴۴ کلنه دوره پای ته ورسېدل، د عثماني خلافت تر نسکورېدو وروسته یو شمېر اسلامي هیوادونه د انګریزانو تر استعمار لاندي راغلل، انګریزانو خپل شیطاني سیاست پیل کړئ کومي وعدې، چي یې عربو ته ورکړې وي په هغو یې وفا ونه کړل بلکي یو شمېر یې خپل لاسپوڅي وګرځول.
په عثماني خلافت کي قسطنطنیه یعني اوسنی اسطنبول فتح سو ، چي د مسلمانانو لپاره د ویاړ تاریخ دئ، زیات شمېر فقهي کتابونه، د فقه د تدوین په اړخ کي پرمختګ، دعلماوو وده ، صله رحمي، ترقي، اقتصادي وده، استقلال، ارضي پرمختګونه او داسي نور امتیازات د عثماني خلافت له شاه کارانو څخه ګڼل کیږي، البته په ځینو کارونو کي یې ځیني عرب مؤرخین ملحوظات لري، چي د هر کس په ذوق او تعبیر سره تغیر کولای سي.
پاته دي نه وي، چي عثماني خلافت پر کومه سیمو باندي واکمن وو هغه د ترکیې پرته پر ۴۳ هیوادونو باندي ویشل سوي دئ.
#د_عثماني_خلافت_د_پایښت_اسباب:
تر کومه ځایه، چي ددوی په تاریخ کي ما څېړنه کړې ده زما له نظره دوی په قرانکریم عمل کړی وو په ځانګړي ډول ځیني هغه الهي احکام، چي د واک د بقاء او پایښت لپاره مهم اصول دي ـــ یادو واکمانو عملي کړي وه.
او زه په دې باور یم، چي په دنیا کي هر شی ابتداء او انتهاء لري البته پایښت او د عمر په اوږدوالي کي رول لرونکی اسباب سته بناء زه په ډاډه زړه وایم، چي هر اسلامي حکومت که په لاندي ایاتونه عمل وکړي ضرور به یې د پایښت عمر زیاتوالی کوي.
#لومړی ایات، چي د اسلامي حکومت عمر ډېروي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ.
ژباړه: اې مؤمنانو ! تاسو دیهودیانو او نصرانیانو سره دوستي مه کوئ دوی په خپلو منځو کي سره دوستان دي او ستاسو څخه که چا ددوی سره دوستي وکړه هغه د دوی دډلي څخه دئ او یقیني خبره ده،چي الله جل جلاله ظالمانو ته هدایت نه کوي.
هر اسلامي حکومت ، چي دیهودیانو او نصرانیانو سره دوستانه قطع کړي د ژر زوال څخه په ژغورل سوي وي البته ځیني معاملات استثناء دي.
#دوهم ایات:
“وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ”
ژباړه: او تاسو هغو کسانو ته هیڅ میلان مه کوئ کوم ،چي ظالمان دي بیا به تاسو اور را ونغاړي او تاسو ته دالله جل جلاله پرته کوم دوست نه سته بیا به ستاسو هیڅ مدد ونه سي.
هر اسلامي نظام، چي ظالمانو ته واک یا هم امتیاز ورکوي هیڅکله به دخیر څخه برخمن نه سي ځکه د ظالم تعاون د مظلوم حق خوړل دي او دمظلوم په حق خوړلو الله جل جلاله ډېر ژر په قهر کیږي.
#درېیم ایات:
{وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ}.
ژباړه: او که څوک داسلام پرته کوم دین لټوي الله جل جلاله یې هیڅکله نه ځني قبلوي او دغه کس به په اخرت کي د سختو تاوانیانو څخه وي.
هر نظام، چي د خالص اسلام اصول په هیواد کي عملي کوي الله تعالی جل جلاله به یې پایښت ته اوږد عمر ورکړي.
#څلورم ایات:
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ.
ژباړه: (اې پیغمبره!) دالله جل جلاله درحمت له برکته به ددې خلکو سره نرمي کوې او که بد خویه، سخت زړی وای نو داخلک به دشاوخوا څخه ټول تللي وای ، ددوی لپاره دالله جل جلاله څخه مغفرت وغواړه او بخښه ورته وکړه او ددوی سره په کار کي مشوره کوه بیا ،چي کله (یو کار ته) ټینګ قصد وکړې نو پر الله جل جلاله باندي توکل کوه، باور وکړئ الله جل جلاله توکل کونکي خوښوي.
یعني داچي د اسلامي حکومت واکمنان به د عامو او خاصو خلکو سره ښه رویه کوي، سختي به نه ورباندي کوي نه به تند خويي ورسره کوي، که رعیت څه تېروتني کوي عفوه به ورته کوي او دالله جل جلاله له دربار څخه به مغفرت ورته غواړي، همدا ډول به په رعیت کي د اهل رایو سره مشوره کوي.
#پنځم ایات:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا.
ژباړه: الله جل جلاله خامخا تاسو ته امر کوي،چي امانتونه هغه چا ته وسپارئ څوک،چي يې اهل وي او کله،چي تاسو پریکړه کوئ نو په عدل یې وکړئ، الله جل جلاله دشکه وتلی ښه نصیحت کوي ، باور وکړئ الله جل جلاله زیات اورېدونکي او زیات لیدونکی دئ.
یعني داچي مسؤلیتونه به داسي چاته سپاري، چي اهل یې وي د اهلیت لپاره تقوا او استعداد دواړه مهم دي، همدا ډول به ټولي فیصلې په عدل سره کوي د هیچا حق به په بل چا نه خوري یعني داچي دواکمن او کمزوري تر منځ به توپیر نه کوي او نه به دشتمن او د کمزوري تر منځ توپیر کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
و اذا وسد الامر الی غیر اهله فانتظروا الساعة.
ژباړه: کله، چي د واک چاري یا کومه بله چاره نا اهل ته وسپارل سوه د قیامت د ورځي انتظار وکړئ.
#شپږم ایات:
مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ…الاية
ژباړه: محمد صلی الله علیه وسلم دالله جل جلاله رسول دئ، کوم کسان چي دده سره دي پر کافرانو باندي سخت زړي دي او په خپل منځ کي سره رحم کونکي دي…
#اووم ایات:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ.
ژباړه: باور وکړئ! الله جل جلاله دعدل ، ښیګني او دخپلوانو سره دپالني حکم کوي. د بې حیايي ، بدۍ او ظلم څخه مو منع کوي، الله جل جلاله تاسو ته نصیحت کوئ څو تاسو پند واخلئ.
د هر اسلامي نظام واکمنان، چي په پورته اوو ایاتونو عمل وکړي ضرور به یې د اسلامي نظام د سیوري سایه اوږدوالی او لوی عمر پیدا کوي خو دا خبر لازمي ده، چي رعیت هم مکلف دئ ، چي په لاندي ایت باندي عمل وکړي:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.
ژباړه: اې مؤمنانو! دالله جل جلاله اطاعت وکړئ، درسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ دعلماوو اطاعت وکړئ، که تاسو په کوم شي سره جوړ نه راغلاست نو بیا يې الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ته حواله کړئ که تاسو پر الله جل جلاله او داخرت پر ورځ باندي ایمان لرئ، دا رجوع ډېره ښه ده د عاقبت له وجهي.

مولوي عبدالهادي حماد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: