صاحب یقین او صاحب ګفتار

یوه شپونکي په جومات کې له مونځ او وعظ وروسته د کلي ملا امام وپوښت: څر ځایونه له سیند پورې غاړه دي دلته په کلي کې هیڅ شنه نشته ـ د همدې لپاره هر سهار په جاله کې د دوه انو په بدل له رمې سره پورېوځي او د دوه انو په بدل راپورېوځي، که همداسې وي، زه خو به ډېر تاواني شم…
دا چې ته دومره پوه او عالم انسان یې، لویې ـ لویې خبرې کوې ماته هم داسې څه ووایه چې له دې تاوانه خلاص شم.
ملا صیب فکر واخیست چې دا نالوستی ساده شاړ شپونکی اوس څنګه پوه کړي،داسې څه ورته ووایي چې فکر یې واخلي …
بس ویل بسم الله الرحمن الرحیم وایه او په سیند پورېوځه…
په سباله د ” یقین خاوند” شپونکي بسم الله وویله او له رمې سره په سیند ورغی، په پورېوتو سخت ډېر خوشحاله شو، ځکه له دوه انې تاوان خلاص شو،په دې به یې د اولاد ډوډۍ ښه شي ـ بېرته هم همداسې راپورېوت ـ اوس یې نو ژوند ښه په ډاډ او سکون شو.
یو ماښام بېرته له خپلې رمې سره کلي ته راپورېووت، ویې لیده چې ملا صیب هم هلته ولاړ دی،خو ډېر خفه دی ـ
د دنیا دستور دی چې په لمر لوېدو کشتۍ سرچپه کېږي، جاله وان جالۍ په بله اړوي، چې نور سفر پای ته ورسېد، سبا ته په لمر راختو به بل سفر پیلوي…
ماښام شوی و،ګوري چې شپونکی ښه په خوند له رمې سره روان دی سندرې وایي،هر شپونکی ضرور سندره وایي شپېلۍ غږوي ځکه دا یې په فطرت کې وي…
چې راورسېد ویې پوښت: څنګه پورېوځې، جالۍ خو تړل شوې ده،جاله وان نشته … شپونکی حیران شو ویل واه ملا صیب،دا څه اورم، ماته خو همدا تا راښوولي وو چې په بسم الله ویلو دې له رمې سره یوځای په سیند پورېوځه..نو ته هم بسم الله کړه او راځه لخیره…
شپونکی ” صاحبِ یقین” و، ملا صیب یوازې “صاحبِ ګفتار” و، زموږ غوندې ـ
شپونکی د تېر په څېر په ټول ډاډ آزاد روان و، ملا چې په بسم الله ویلو سربېره نه شو تلای، ډوبېده، په چغو او نارو شو .. شپونکی پسې راستون شو ویل ولې ملا صیب! ملا صیب ویل زه خو ډوبېږم، مړ کېږم …
شپونکي ملا صیب په شا کړ کله چې غاړې ته ووتل ویې پوښت: ملا صیب، دا بسم الله خو تا راښوولې وه، نو ولې نه شې پورېوتی ـ
ملا صیب: په کوم یقین چې ته بسم الله وایې هغه یقین زه نه لرم ـ
د ژوند مشکل حل کونې لپاره لومړنی څیز یقین دی او تر یقین رسېدنې لپاره دویم څیز یو کېدنه ده ـ
څوک چې نه یو کېږي او هیڅکله یې یقین پوره نه وي؛ نو منظم کېدی هم نه شي،( ښه ژوند، منظم ژوند دی) ـ
د علم کومه درجه وي یا نه؛ خو چې احساس دې باید بیدار وي ـ سواد یا زده کړه هغه وخت ځای نیسي کله چې دې په احساس کې برخمن شي.

ژباړه: شفیع الله تاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: