اسلام پالو ته د سیکولرانو او مرجفینو د یو پیغور ځواب

افغان سیکولران چې هیلې او ارمانونه یې د خپل فاسد حکومت په څیر ونړیدل او پرته له فیسبوکي درواغو، اوازو او پروپاګند څخه نور څه نه دي ورپاتې فیسبوک یی ښه ګرم کړی دی، یو یې د رښتیا او درواغو نه ډک پوست وکړي او نور پرې راټول شي، په کمنټونو کې د خپلو زړونو تڼاکې وچوي او بړاس یې وکاږي.
ایله چې اوس یې یو بل سره پیدا، او وپیژندل. له امریکا او اروپا نه یې دلته دوربینونه را اچولي او تمامه ورځ د خپلی سپیڅلې دندې د تر سره کولو په پار لالهانده لګیا دي تر څو داسې څه پیدا کړي چې خپل پرهرونه پرې ټکور او نامقدس بنډار پرې برابر کړي.
د همدغې فکري تبلیغاتي جګړې په ترڅ کې دوی اسلام پالو ته پیغور ورکوي او وایی چې: تاسې به همیشه د فلسطین، برما، کشمیر او شرقي ترکستان پر حال ویر ، ژړا، فریاد او مظاهرې کولې! دا درې میاشتې وشوې چې په افغانستان کې اسلامي حکومت هیڅ مسلمان هیواد هم په رسمیت نه دی پیژندلی او تاسې یې په خپل ناورین کې یواځې پریښي یئ. نو راشئ نور دا د اسلام او مسلمانانو بې ګټې چیغې پریږدئ او یوازې خپل ویر وژاړئ، بلكه نشنیلست واوسئ.

ځواب:
تر هر څه دمخه باید دا خبره د هر چا په ذهن کی رڼه وي چې نشنلیزم او توکم پالنې ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د جاهليت بويناکه غږ ويلی دی. اسلام مسلمانانو ته د (امت پالنې) درس ورکوي نه د (ملت پالنې).
اوس راځو اصلی مطلب ته او هغه دا چې: افغانو اسلام پالو او يا د نړۍ نورو مسلمانانو هيڅکله هم د هغو حکومتونو څخه دفاع نه ده کړې او نه يې د هغوی په پلوۍ چيغې او مظاهري کړې دي چې د ملت په خېټه ناست او يا کينول شوي دي او د افغانانو د لاس نيوي پريکړه يې په لاس کې ده، بلکې د نړۍ ټولو اسلام پالو د مظلومو مسلمانو ولسونو څخه د دفاع په پار غږ پورته کړی دی او ولسونه اوس هم د افغانانو سره خواخوږي لري؛ خو له بده مرغه چې نن سبا مسلمان ولسونه مغلوب علی امر هم دي او له لاسه يې هيڅ هم نه کيږي.
بل خوا حکومتونه ټول عملا په سیکولریزم کې ښکیل او د نشليزم دغه بويناکه چيغه زمزمه کوي، که نه حتما به يې د افغانو درد او غم خپل درد او غم او د هغوی په ناورين کې به يې ځان شريک ګڼلو.
ګيله د هغه چا نه کيږي چې تمه ترې کيږي او د امت له اوسنيو چارواکو نه زمونږ تمه شليدلي ده.
له دې نه مهمه خبره چې هر څوک یې باید په خلاصو غوږونو واوري دا ده چې: دا د اسلام امر دی چې تاسې ټول مسلمانان باید يو بل سره وروڼه واوسئ او دا يې د مسلمانانو ځانګړتيا بللې ده چې هغوی داسې دي لکه يو تن او وجود، ټول یو د بل په غم او خوشحالۍ کی شریک دي.
دا موضوع سياسي، د بدل ورکولو او خپلې خوښې معامله نه ده لکه تاسې یې چې انګيرئ، بلکې دا د اسلام د نورو احکامو په څير يو حکم دی، دا چې څومره افغان يا غير افغان عمل پرې کوي یا یې نه کوي هغه به يې د هر بل عمل په څیر د الله تعالی په نزد کې ځواب وايي.
مونږ له مسلمانانو سره په اسلامي چلند ملزم یو نه په سیاسي.
مونږ په دې موضوع کې د اسلام حکم ته ژمن یو ، د وطن او نړۍ له مسلمانانو سره زمونږ د خواخوږئ انګیزه اسلام دی او بس.
(مَنْ أَحَبَّ لِلَّهِ، وَأَبْغَضَ لِلَّهِ، وَأَعْطَى لِلَّهِ، وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الْإِيمَانَ)

لیکنه: عمر عماد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button