ډنمارک وپېژنئ

ډنمارک یو کوچنی هیواد دئ، د خاوري مساحت یې زموږ تر هلمند ولایت لږ دی. څه کم شپږ میلیونه نفوس لري. د اوبو (بحر) په منځ کي پروت هیواد دی.
ډنمارک ۴۰۶ جزیرې لري چي په ۱۷ کي خلک ژوند کوي.
ډنمارک یوازي د جرمني سره د ځمکي له لاري وصل دئ چي ۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري له نورو ګاونډیانو سره ( سویډن، ناروې، فنلنډ، پولینډ او انګلینډ) د اوبو له لاري وصل دی.
په وروستیو کلونو کي د سویډن سره د یوه اوږد پله په واسطه وصل سو چي یاد پل د بحر تر اوبو لاندي او پر اوبو برسیره تیر سویدئ.
ډنمارک هیڅ ډول طبعي معادن نلري حتی عادي ډبرې نلري (غر او غونډۍ نلري).هوا یې هم ډیره لنده او لږ لمر لري ځکه نو د کرهڼي محصولات نه خپله استعمالوي او نه یې نړۍ ته لیږي غلې دانې ډیري کري خو وروسته یې حیواناتو ته ور کوي یا یې سوځوي.
یوازي د غواوو ساتنه ،فارمونه یې ډیر مشهور دي.د عربي هیوادونو ډیر مارکیټونه د ډنمارک په لبنیاتو ډک او انحصار دي.
د انسانانو د ژوند منځنۍ کچه (۸۲-۸۵) کلونو تر منځ ده.نارینه تر ۸۲ او ښځي تر ۸۵ کلونو ژوند کوي.
هر کال په نړۍ کي د اتباعو یا اوسیدونکو د اجمتاعي،اقتصادي،روغتیایې…ژوند په لیست کي لومړی، دوهم یا دریم هیواد وي.
رژیم یې شاهي نظام دئ، خو پاچا هیڅ ډول اجرائیوي صلاحیت نلري.
هر څه پارلمان ټاکي.
ښاروالۍ انتخابي دي او ښاروالان تر هر وزیر ډیر صلاحیتونه لري .په ټاکنو کي ښاروال نه انتخابیږي د ښاروالیو شوراوي ټاکل کیږي وروسته بیا شوراوي له خپله منځه ښاروال، معاون او د هري برخي مسولین انتخابوي.
ښاروالۍ د دولت د بودجې یوه ټاکلې او غوښنه برخه په واک کي لري چي خپله یې مصرفوي په مرکزي حکومت اړه نلري.
د ښاروالانو تفاوت د نورو دولتي چارواکو سره دادئ چي دوی انتخابي دي د حکومت مشر یې د لیري کولو صلاحیت نلري یوازي محکمه چي هغه د حکومت نه مستقله ده د ناسمو پریکړو په صورت کي فیصله کولی سي.
په ډنمارک کي روغتیایي، تعلیمي او تحصیلي چاري وړیا (مفت) دي. تعلیم او تحصیل نه یوازي وړیا دی بلکه هر ځوان چي ۱۸ کلن سي تعلیمي او تحصیلي معاش ور کول کیږي چي د کورنۍ له احتیاجه خلاص وي.
پاچا هم ښځه ده
او صدراعظم هم ښځه ده.
باید ووایم دوې لویي جزیرې لکه ګرینلنډ او فیینه چي هره یوه یې د یوه مستقل هیواد په شان دي او له ډنمارک نه ډیري لیري د ډنمارک مستعمري دي او تر اوسه چي څو واره د ډنمارک لخوا د استقلال وړاندیز ورته سوی دی هغوی رد کړی دی.

لیکنه: مجید ارغسان وال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button