د افغانستان برېښنا!

د شلمي پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كي ورننوته، په ۱۸۸۴ ع کال په افغانستان كي د امير عبدالرحمن خان په وخت د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته کړه، هغه په لومړي ځل يوه كوشنۍ ډينمو رانيول چي د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود او هغه به هم يوازي په ارګ کي لګېدل.
خو وروسته امير حبيب الله خان په كابل، جلالكوټ، او پغمان كي د حرارتي برېښنا څو كوشنيي ماشينونونه وپېرل او يوه امريکايي انجنير ئې ورته مشر وټاکه، خو هغه انجينر غوښتل له امريکا څخه نوي پرزې راوړي او خپل هر کار به ئې تر هغه پوري ځنډاوه، امير حبيب الله خان هغه ته درې زره هندي کلداري ورکړې چي پرزه راوړي، خو هغه انجينر چي کله له افغانستان څخه ووت، بيا هيڅکله افغانستان ته نه راغلی او پيسې ئې تر اوسه لا وړي دي.
د خپلواکۍ د اخيستلو وروسته د اوبو واړه بندونه او برېښنا توربينونه ډېر سول او اکثره ځايونه خپله برېښنا لرله.
په ۱۹۴۰لسيزه کي د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه د امریکا د وخت جمهور رئیس هیری ترومان ته د هلمند د وچو دښتو د خړوبه کولو په مقصد، د کجکي د اوبو او برښنا بند وړانديز وکړ. جمهور رئیس ترومان هغه مهال په سیمه کي د شوروي اتحاد له مشر جوزیف سټالین سره د سیالیو پر بنسټ پر دې بند د برېښنا جوړولو کار پيل کړ او پکښي دوه توربینونه فعال سول او په پام کي وه چي ټول افغانستان ته برېښنا ورکړي خو د ثور انقلاب دغه لړۍ ودروله او يوازي د ۱۶نیم میگاواټو برېښنا يې لرله چي بيا پسي پراخه سوه.

سردارولي پښتونزوی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button