زرینې کرښې (مرغلرې)

ـ کوم انسان چې یوازیتوب (ګوشه نشیني) غوره کړه؛ پوه شه چې د خلکو حقیقت یې درک کړی.
ـ چې ژوند درکوي نو احسان نه کوي او چې ژوند اخلي؛ لحاظ نه کوي.
ـ په سخت وخت کې دلاسه درکوونکی که پردی هم وي نو زړه ته کوزېږي او څنګ کوونکی که دې خپل هم وي له زړه وځي.
ـ چا وپوښتم ویل د درد بیه څه وي؟ما ویل زه څه پوهېږم ماته خو یې خلک بې څه راکوي.
ـ یاد لرئ ښځه تل پخپله خوښه د سړي په کابو کې راځي.
ـ په یوه روایت کې راځي چې کله ښځه او خاوند مونځ کوي؛ نو الله یې په لیدو مسکی شي.
ـ مخلصې اړیکې تل په یاد اوسي په لفظونو کې هم، په زړونو کې هم او په دعاوو کې هم.
ـ د وخت پوهېدنې طریقه سخته او دردوونکې وي مګر دا هم رښتیا ده چې وخت ښودلې خبره رسا وي او د ټول ژوند لپاره بسنه کوي.
ـ په بدګویي بداخلاقۍ او فحش ګویي نه یوازې خپل عزت لمنځه وړې بلکې د هغو خلکو سپکاوی هم کوې چې ستا تربیه یې کړې.
ـ ښځه شک نه کوي بلکې ویرېږي،له بلې ښځې، له شراکته،او د سړي له لیرې والي.
ـ عجبه فلسفه ده چې په لفظونو چوپتیا ماتېږي او په لفظونو غلې کېږي.
ـ په دوه ځایونو غلي کېدل بهتره دي، کله چې درسره د لفظونو قلت وي او چیرته چې دې د لفظونو هیڅ قدر نه وي.
ـ چوپتیا یو عظیم نعمت دی په ځانګړي ډول هلته چې اختلاف ډېر وي، غږونه لوړ، د علم کمی او د دلیل هیڅ اهمیت نه وي.
ـ ځینې وخت خاموشي اختیاري نه وي بلکې مجبوري وي ځکه انسان دروغ ویل نه غواړي او رښتیا ویلی نه شي.
ـ چې څومره غلی اوسې هومره ډېر به د اورېدنې وړ شې.
ـ کله داسې هم کېږي چې له لفظونو ډېر د یوه انسان چوپتیا تکلیف درکوي.
ـ د کومو دلایلو دروغجنول چې تر ټولو سخت کار دی یو یې خاموشي ده.
ـ که غواړې چې نوم دې ژوندی پاتې شي؛ نو اولاد ته دې ښه اخلاق زده کړه.
ـ له زمري سره لاس اچونه او توره په سوک وهنه د عقلمنو کار نه دی.
ـ خپل فکر د رڼو اوبو له څاڅکو هم شفاف وساته ځکه څنګه چې له څاڅکو سیند جوړېږي له فکرونو ایمان جوړېږي.
ـ د خوښې شخص ترخې جملې انسان د قتل کولو صلاحیت لري.
ـ چېرته چې د خپلو د لهجې خپلوي ساه ورکړي نو د پریشانۍ او ژړا پر ځای فاتحه ولولئ د بښنې دعا وکئ.
ـ که مرغۍ یوه خوله شي له زمري څرمن ایستلی شي.
ـ انسان د ډېر عجیبه غوندې فطرت خاوند دی په مړو ژاړي او ژوندي ژړوي.
ـ حرامه مینه انسان ذلیل و بدرنګوي ځکه په دې کې د خدای نافرماني ده.

ژباړه: شفیع الله تاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: