غزل: څه به بود شي د دې ښار له ورانولو؟
سپین وجود تاو و له تورو تورو زړو نه
د ابلیس مقام اوچت و پريښتو نه
سل طوافه بې فایدې کوې لګیا یې “۱”
نهر موړ کړه، چې بهتر ده، طوافو نه “۲”
ګوټ به و نه کړم، حرام په ما زمزم شه
چې ځوریږي مې ګاونډ له پرهرو نه
څه به بود شي د دې ښار له ورانولو؟
یا د خوار انسان په تور ټوپک ویشتو نه
ګرمه شپه ده چې روڼ خال لري په غېږ کې
ګناه نشته په سپوږمۍ مینېدو نه؟
د خدای لټه کې شیطان، زاهد خطاء کړ
لاس یې وخوته، د زهدو له کیسو نه
دوی د دین په دعوه ووتل له دینه!
ما خدای وپېژاند د سور کافر سلګو نه
زه په توره شپه په خپل منزل پسې شوم
زما لارې خطاء مه کړې منزلو نه
عابد
۱۳/۱۱/۲۰۲۱ جلال کوټ/ ۱۱:۴۰ بجې غرمه
…
۱: د جومات له امام مې اوریدلي و، چې ابوجهل له ۵۰ زیات حجونه او د بیت الله شریف ګڼ طوافونه کړي وو، خو ټول بې ګټې.
۲: د دری ژبې د مشهور بیت:
“دل به دست آور كه حج اكبر است
از هزاران كعبه يك دل بهتر است”
تر اثر لاندې.