طنز: د کنجوس منطق

د یوه کنجوس کره لس مېلمانه ورغلل.
کنجوس مېرمنې ته وویل: لس ګيلاسه خوږ چای پوخ کړه!
مېرمنې یې ورته وویل: بوره نشته!
کنجوس ورته وویل: ته تریخ چای تیار کړه، په ګیلاسونو کې یې واچوه او راویې لېږه؛ باقي زه په کار پوهېږم.
کله چې چای راغی کنجوس وویل: په دې لسو ګیلاسونو کې یو ګیلاس بې بورې دی که هر چا ته هغه ګیلاس په نصیب ورغی نو د جمعې شپې ته به هغه کس ډوډۍ کوي!
ټولو چای څښل پیل کړ او هیڅ یوه ونه ویل چې چای تریخ دی، حتا یوه مېلمه لا دا هم وویل: زما د ګیلاس بوره لږ زیاته شوې او زه د شکرې ناروغي هم لرم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button