تښتېدلي ټامیان مو له هېوادوالو نور څه غواړي؟

تېره میاشت مې په ټولنیزو رسنیو کې د ړنګ شوي حکومت د تښتېدلي خیاط نجیب ننګیال یوه لیکنه ولیدله، چې ځینې تش په نوم حقیقتونه یې پکې بیان کړي وو؛ مګر عجیبه وه، له ده او اشرف غني پرته په کې هیڅوک هم سپین نه و، پاتې او هر چارواکی د فساد تر اوجه په کې پټ و.
بېا مې د یو بل خیاط وحید عمر اوږد یاداښت ولوسته، چې د ارګ دننه د وروستیو ۳ ورځو معلومات یې په کې نشر کړي وو؛ خو حېرانونکې یې دا وه، چې کوم حساس او د پرېکړې ځای به هم په کې راغی؛ ده به لیکلي و: دلته زه موجود نه وم، یا به یې ژمنه کړې وه، چې لومړی معلومات نه لري او تر څو چې سم دقیق معلومات و نه کړي؛ نو نه یې نشروي.
ښایي دغه لړۍ جاري شي او ګڼ شمېر نور پخواني خیاطان هم هڅه وکړي، چې د ملت په سترګو کې د خاورو ور اچولو له پاره اوږده، اوږده ګزارشونه، لیکنې او ځنډیدلي راپورونه نشر کړي.
و به ګورئ، چې له ګڼو بوتلانو به پکې اتلان او له اتلانو بوتلان جوړ شي. هغه کسان به هم ووینئ، چې تر ډېره مو ښه باور پرې کړی و، د دې ملت سترګې، لاسونه او پښې مو بلل، خو چې خیانت یې وګورئ، له بدو کیسو یې خبر شئ او د فساد ثبتونه یې ووینئ؛ حېران به شئ.
په اصل کې زه د ننګیال او وحید عمر په اوږدو لیکنو ستاسې وخت نه ضایع کوم؛ بلکې په ټوله کې د تښتېدلو ټامیانو په کړنو درسره غږېږم او دې پوښتنې ته یو معقول ځواب لټوم چې دوی نور له افغان ملته څه غواړي؟ ایا هغه لوبې بس نه وې چې دوی له تېرو دوو لسیزو زمونږ په سرونو کړې؟!
حېران یم چې ولې د دوی ینې نه یخیږي. لا هم له بهر هېوادونو ټویټونه او پوسټونه کوی، چې دا نظام نامشروع، جابر، غلام، بې وسه او فاسد دی؛ نو که داسې وي. ستاسې نظام له کومه مشروع و؟ ایا خپل ظلمونه مو هېر شول؟
همدا ستاسې نظام نه و، چې دوهم تن یې (د پاچا لومړي مرستیال) په نارینه سړي د جنسي تیري هڅه وکړه. ظلم نور څنګه وي؟
که د غلامۍ خبره شي؛ نو ټامیانو راته ویلی شئ، چې تر اوسه مو کوم پېغام، اعلامیه او خبر په خپله خوښه خپور کړی؟ څنګه راته د ازادۍ خبرې کوئ؛ همدا ستاسې د ارګ حال بیانونکي وحید عمر څو ځایه لیکلي، چې په فلانکۍ اعلامیه مو نظر ثاني وکړ، په هاغه اعلامیه مو له فلانکي چارواکي سره مشوره وکړه او فلانی راپور مو ځکه نشر نه کړ چې د امریکا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څخه زنګونه راغلي وو.
که د بې وسۍ خبره وي؛ نو لنډه به یې در ختمه کړم، چې همدې بې وسه نظام او د نظام عسکرو ستاسې پېاوړی نظام په ۱۱ ورځو کې سر تر پایه چپه کړ.
همدا تاسې وئ، چې له وطنه وتښتېدئ؛ نه مو افغان ولس ته څه د خیر رسولو ذریعه پرېښوده او نه مو حکومتي ادارې روغې پرېښودې. همدا ستاسې له کورونو، شخصي مرکزونو او دفترونو د شرم هغه ویډیو ګانې ترلاسه شوې، چې زه یې په لیکلو شرمېږم.
همدا ستاسې معینان، وزیران او سفیران وو، چې د ښځو نایټ کلبونو ته ورتلل، شراب، اپين، پوډر او هره نشه یې کاروله، د قاچاق، انسان خرڅونې، غلاوو، ترور، اختطافونو او وژنو سلګونه قضیې لري.
او که د فساد خبره شي؛ نو ایا په واشنګټن کې مو د خپل سفارت دېوال هېر دی؟ چې له یو میلیون ډالرو زیات غلا مو پکې کړې وه. د ارګ له ۱۸ ډوله غوښو نه خو به هېر شم.
اوس په کوم اساس دې ولس ته مخ اړوئ او دا هیله ترې لرئ، چې هغوی د اوسني نظام پر خلاف راپاڅي.
ولې خلک د نظام پر ضد پاڅون وکړي؟
ستاسې له نظام یې امنیت ښه دی، لسیزې وروسته افغانان د ارام خوب کولی شي.
راکړې ورکړې، اداراتو، دفترونو او دندو اخیستلو کې رشوت ورکولو، واسطې پیدا کولو او زور زیاتي سره نه یو مخ. نو په کوم دلیل مونږ بېرته ستاسې لویدلي نظام پسې اوښکې تویې کړو او یو ځل بېا هڅه وکړو، چې تېر نظام ته لاره هواره شي.
نو په پای کې وایم، چې ټامیان او د ارګ پخواني خیاطان هغه طبقه ده چې باید د سپیو غوندې کورې شي. دوی هغه څوک دي، چې نه غواړي لا هم افغان ولس په سکون پریږدي. همدوی دي، چې غواړي اوبه خړې کړي، ماهیان ونیسي او بېرته زمونږ په سرونو حاکم شي؛ تر څو یو ځل بېا یې په مزو او چړچو سر شي.
خو فکر کوم چې دا ځل یې دا ارمان ګور ته یوړ!!!

لیکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button