تاجرانو او دکاندارانو ته: قسم د مال برکت ختموي

رسول الله ﷺ فرمایي: په قسم سره (رښتیا وي او که دروغ) متاع او سامان رواج پیدا کوي او ښه خرڅیږي، (خو په قسم سره د متاع) برکت ختمیږي.

عَنْ أَبِيْ هُرَیْرَة قَالَ سَمِعْتُ رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ يقولُ: الحَلِفُ مُنَفِّقَةٌ لِلسِّلْعَةِ، مُمْحِقَةٌ لِلْبَرَكَةِ. أخرجه البخاري (2087) واللفظ له، ومسلم (1606)

د یوه کار د کره توب او په یوه کار ټینګار لپاره د خپل عظیم رب نوم اخیستل او په هغه قسم کول؛ هیڅکله عادي او ساده خبره نه ده، بلکې دا کار خامخا باید د مهمې خبري او خاص ضرورت پر مهال وشي، امام الرازي رحمه الله لیکي: شریعت په عمومي توګه د کم قسم کولو توصیه کوي، ځکه څوک چې په اساني سره رښتیا قسمونه هم زیات کوي؛ وروسته په دروغو قسم هم ور زړور شي او په دروغو قسم د هلاکت لاره ده. تفسیر الکبیر للامام الرازي

دکانداران او عام سوداګر فکر کوي چې په قسم سره به زیات سامانونه خرڅ کړي او ډېره ګټه به ترلاسه کړي (الحَلِفُ مُنَفِّقَةٌ لِلسِّلْعَةِ)، خو دوی دې خبر وي چې په قسمونو ډېر سامان خرڅول په حقیقت کې ګټه نه، بلکې تاوان دی، ځکه په قسم سره سامان بې برکته شي (مُمْحِقَةٌ لِلْبَرَكَةِ.) او له هر څومره زیات بې برکته سمانه لیږ برکتې سامان ډېر غوره دی.

استاذ حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button