عدلیې وزارت په کابل کې ۲۳ د معاملاتو لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځي تړلي دي

عزم(دوشنبه، ۰۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د عدلیې وزارت وايي، د کابل ښار په اوولسمه حوزه کې یې د ۳۹ د معاملاتو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځیو د سندونو څېړنه کړې، چې له څېړنې وروسته یې د سرغړونې او ناقانوني فعالیت په سبب یې د ۲۳ د معاملاتو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځي تړلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره اوونۍ د معاملو د لارښونې څخه د څارنې او بررسي لپاره د وزارت ټاکل شوي پلاوي د دې وزارت د معاملو د لارښونې ریاست د رئیس مولوي احسان الله وثیق په ګډون د کابل ښار د اوولسمې حوزې د سر کوتل، شهرک صفا او شهرک طلایي په سیمه کې د معاملو د لارښونې له دفترونو او موټر پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړه.: «دغه پلاوي د معاملو د لارښونې دفترونو او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، د غیر قانوني فعالیت او په ټاکلې موده کې د جواز نه تمدید له امله ۱۴ بابه د معاملو د لارښوونې دفتر او ۹ بابه موټر پلورنځي یې (مهر او لاک) وتړلې.»

د خبرپاڼې له مخې، د دغه پلاوي له خوا تړل شوي د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځيو له دې وروسته د معاملو د ترسره کولو حق نه لري.: «د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې او موټر پلورنځیو له ټولو مسوولینو څخه غواړي چې د جواز د ترلاسه کولو او تمدید سره خپل فعالیت قانوني کړي. دغه وزارت همداشان له ټولو محترمو ښاریانو څخه غواړي چې  په دغو دفترونو کې د خپلو معاملو له ترسره کولو څخه مخکې د عدلیې په وزارت کې د معاملو دلارښوونې او یا موټر پلورنځي له ثبت څخه ډاډ ترلاسه کړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: