د رئيس وينا او د شيطان ژړا / عبيدالله رقيب

د ا.ا. وزیرانو درې میاشتې فعالیت وکړ، وروسته یې رئیس الوزراء وینا وکړه؛ معنی دا چې تر قول یې عمل وړاندي او رښتونی دی.

ا.ا. له نړۍ سره د روابطو لپاره لسګونه متقابل سفرونه وکړل، تړونونه یې وکړل یا یې پخواني هغه تأیيد کړل، د ټاپي فروژې په ګډون یې د ډیرو فروژو کارونه په پیلیدو کړل، ایران ته یې د پخوا په پرتله د صادراتو کچه ٪۵۰ زیاته کړه، چین ته یې ټنونه صادرات ولیږل، غربي هیوادونو ته یې د صادراتو لړۍ پیل کړه، د ګاونډیو هیوادونو مرستې یې جلب کړې، د هیوادونو ترمنځ د تجارت لاره یې عملا په هیواد را سیخه کړه، د ننګرهار هوایې ډګر یې له شلو کلونو توقف وروسته بیا فعال کړ هغه هم د ګاونډي هیواد (ایران) سره په مثبتو اړیکو؛ د امریکا پارلمان ته یي د متقابلو اړیکو د ټینګښت په موخه لیک ولیږل….

او داسي لسګونه فعالیتونه یې د ولس د ښېرازۍ او د هیواد د ترقۍ په موخه واخیستل له دې ټولو دنیوي او اسبابي عملیو وروسته یې رئیس الوزراء وویل چې روزي رسان مو الله دی.

اوس نو په ځینو اور بل شو چې ګني دا خبره یې ولي وکړه! دوی وایې دنیا د اسبابو ځای دی حکومت باید اسباب برابر کړي د عقیدې خبري به عام خلک کوي.

دا خبري په حقیقت کې له هغو سوړو راوزي چې اسلام او سیاست بیلولو پسي یې کولمې ووتې، اوس چې د سیاست له منبره آن د عقیدې رڼا پورته شوه نو د دوی مفاصل ورسره سست شول؛ په شیطاني تیزونو د حق او حقیقت اذان تیتول غواړي؛ د حضرت أبی هریره رضي الله عنه یو روایت را یاد شو:

«عن أبى هريرة ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إذا نودي للصلاة ادبر الشيطان وله ضراط حتى لا يسمع التأذين فإذا قضى النداء اقبل حتى إذا ثوب للصلاة ادبر حتى إذا قضى التثويب اقبل حتى يحظر بين المرء ونفسه يقول اذكر كذا اذكر كذا لما لم يكن يذكر حتى يظل الرجل لا يدرى كم صلى» متفق علیه.

ژباړه: کله چې آذان پیل شي نو شیطان شاته وګرزي او په تیزونو اچولو پیل وکړي؛ ملا علی قاري رحمه الله دا روایت تفسیروي چې شیطان د دې لپاره دې عمل ته مخه کوي ترڅو د آذان ناره په خپلو اپلتو تیته کړي دا واقعا تیزونه نه وي خو رسول الله صلی الله د شیطان دې نارو ته تشبیها تیزونه ویلي دي، يا د شیطان مفاصل واقعا  د آذان په اوریدو سره سستیږي بیا نو خپل تیزونه نه‌شي تم کولای همداسي جاري او ساري وي… لکه د ‌ډیرو انسي شیطانانو تیزونه چې د رئیس الوزراء له وینا سره جاري شول!

روایت زیاتوي چې کله آذان پوره شي شیطان بیا را وګرزي خو چې اقامت پیل شي شیطان بیا په ځغاسته پیل وکړي د اقامت له پوره کیدو سره بیا راشي او لمونځ کوي ته هغه څه وریادوي چې تراوسه یې هیر  و؛ ترڅو د لمانځه رکعتونه ورنه ګډوډ کړي.

د رئیس الوزراء له آذانیزې وینا سره هم ځینو واقعي تیزونه واچول، په منډو سر شول او ځینو بیا تیزونو ته ورته نارې شروع کړې؛ دوی غواړي د مؤمنانو نه عبادت ګډوډ کړي، رکعتونه ورنه هیر کړي او په نورو فکرونو یې ذهنونه مشغول کړي؛ دوی فکر کوي چې دا چاره یې د کامیابۍ لاره ده خو حقیقت دا دی چې په دې سره به د ځانونو سره افغان ولس هم د اور لمبو ته ټیلوهي ګټه به یې یواځي د الله له مخلصو بندګانو سره عناد پالل وي او بس.

دوی د رئیس الوزارء او د ا.ا. له ټولو دریو میاشتنیو فعالیتونو سترګې پټوي او دا یوه عقیدوي خبره یې ډنډوره ګرزوي چې د رزق حواله یې په الله ورکړه.

حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم عینا په هغه وخت کې دا درسونه او دا ویناوي خپل أمت ته اورولې چې په درې کلن اقتصادي او ټولنیز بندیز باندي محکوم و، علت هم دا و چې هغوی ورنه په خپل دریز کې یوه ذره تنزل غوښت خو رسول اللهﷺ ورسره نه منل.

رسول اللهﷺ هغه وخت هم خپل أمت ته د اللهﷻ د مرستې وعدې تکرارولې چې په عین حال کې یې په نسونو پوري له لوږي کاڼي تړلي و او د وخت زبرځواکونه ورباندي ګردچاپیر تاو شوي وو، هسي ساده د مړۍ وعدې هم نه وې ، بلکي د قیصر او کسرا د فتحو زیري یې ورکول؛ هغه مهال هم جني شیطانانو تیزونه اچول او انسي شیطانانو رشخندونه وهل خو یوه لسیزه وروسته هرڅه عملي و.

موږ د مؤمن ولس په توګه د رئیس الوزراء د آذانیزو ویناو هرکلی کوو او تیزنو شیطانانو ته تسلیت وایو!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: