اوس د يو بل جهاد اړتيا ده…!

سليمان سعيد «غلجی»
الحمدلله؛ د الهي نصرت او افغان ملت د بې سارې قربانۍ په برکت، ګران هېواد مو له صليبي اشغالګرو آزاد او د سپېڅلي اسلامي نظام په حاکميت روښان شو. د تېرې شل کلنې مبارزې په دوران کې زموږ په سلګونو زره هېوادوال شهيدان، زخميان، معيوب، زندانيان او ځينې نور تري تم ورک شول، کلي او کورونه بمبار او خلک په هجرت کولو مجبور شول. خو تر دې ټولو ستونزو او ناخوالو ډېره بده دا شوه، چې په ميليونونو هېوادوال مو په تېره شل کلنه موده کې د صليبي تبليغاتو ښکار شول.
صليبيانو له پيله دلته د اسلام او مسلمانانو پر خلاف دوه محاذونه پرانيستل. هم يې نظامي جګړه کې هيڅ درېغه ونه کړه او هم يې په فکري او تبليغاتي جګړه کې خپل ټول توان په کار واچاؤه. صليبيانو دلته له راتګ سره سم په هر ښار او هره سيمه کې په لسګونو راډيو ګانې، تلويزيونونه، ورځپاڼې، مجلې، د مؤسسو په نوم شيطاني مراکز او نور تبليغاتي چينلونه پرانيستل.
د شلو کلونو په اوږده موده کې له ډېرو سختو کړاونو، سرښندنو او قربانيو وروسته بالآخره وتوانيدو چې صليبيانو او د هغوی داخلي نوکرانو ته مو په نظامي ډګر کې شکست ورکړ، نظام يې نسکور شو، اشغالګر ووتل او الحمدلله ښکلی اسلامي نظام حاکم شو. خو اوس موږ يوازې د جګړې يو اړخ ګټلی، تبليغاتي او فکري برخه پر ځای لا پاتې ده.
په تېره شل کلنه موده کې موږ يوازې په نظامي محاذ کې حضور درلود، ځکه چې د تبليغاتو لپاره هيڅ زمينه نه وه مساعده، حتی په موبايل کې هم چا د طالب، جهاد او مجاهد نوم نه شوی اخيستلی، خو بالمقابل دښمن مو په سلګونو راډيوګانې، تلويزيونونه او نور دجالي تبليغاتي چينلونه درلودل، نو که په نظامي برخه کې له هر څومره فشار سره مخ ؤ، خو تبليغاتي او فکري جګړه يې ښه په درز کې روانه وه. تر دې چې د نظامي شکست له امله يې تبليغاتي مراکز هم ختم او سقوط شول، البته ځينې انلاين چينلونه يا نړۍ والې راډيوګانې خو يې اوس هم فعاليت کوي. مګر په دغه شل کلنه موده کې يې هم دومره ډېر کار کړی، دومره زهر او اغزي يې راته کرلي، چې پاکول او له منځه وړل په يې ډېره زيات وخت ونيسي.
په هر صورت؛ اوس چې الحمدلله! پر ټول هېواد اسلامي نظام حاکم دی، ميډيا زموږ په لاس کې ده او د تبليغاتو او فکري سمون لپاره هر ډول امکانات برابر دي، نو بايد چې ډېره زياته هڅه هاند او له هر فرصت څخه سالمه او کامله استفاده وکړو.
موږ اوس له صليبيانو څخه د جګړې يوه برخه ګټلې، حقيقي ګټونکي به هغه وخت يو چې په فکري جګړه کې هم ماته ورکړو، د خپلو ټولو هېوادوالو اذهان بيرته سم او د دوی ناولي افکار ترې وباسو.
فکري جګړه هومره ډېر کړاونه، زحمتونه، قربانۍ او سرښندنه هم نه غواړي، څومره چې د نظامي جګړې پر مهال ورسره مخ وو. د فکري جګړې لپاره له خپلو ټولو راډيو ګانو، تلويزيونونو، انلاين سايټونو او ټولنيزو رسنيو، ورځپاڼو، مجلو، غونډو، جلسو او جوماتونو څخه د سنګر په توګه استفاده کولای شو.
لومړی خو بايد د اسلامي امارت مسؤلين د راډيوګانو، تلويزيونونو او نورو ټولنيزو رسنيو فعاليت ته جدي توجه وکړي، ټول کار او نشرات يې بايد وارزوي او داسې يو چوکاټ او لايحه ورته جوړه کړي، چې هره خپرونه يې د ملت د افکارو په سمون کې رغنده رول ولوبوي. همداراز د خپل ولس د فکري سمون لپاره بايد کلي په کلي لويې غونډې او جلسې ترتيب شي، د جوماتونو چارې هم بايد په دقيقه توګه تنظيم شي، جوماتونه تر هر څه مهم دي، بايد چې د ټولو جوماتونو امامان له حکومت سره ثبت او راجسټر شي او يوه لايحه ورته ترتيب شي. په هر جومات کې بايد داسې ويښ او بيدار امامان مقرر شي چې د کفارو په ټولو پلانونو او دسيسو اګاه وي او د خپل ولس د پوهاوي لپاره کار وکړي.
له بده مرغه اوس په اکثرو جوماتونو کې داسې خلک امامان دي، چې نه د پنځه وخته لمونځونو پر مهال خپلو جوماتوالو ته کوم ديني او فکري درس لري او نه د جمعې په خطبه کې مهمو او عمده مسائلو ته توجه کوي. بس ټول عمر لګيا وي، يا خو اسرائيلي روايات او کيسې بيانوي، چې نه يې تصديق کولای شو او نه يې تکذيب، يا به لګيا وي د مور او پلار حقوق، د استغفار ويلو فايدې، د سلفو خوبونه او يا داسې نور څه بيانوي. سمه ده، دا هر څه به ګټور وي، خو موږ بايد اولويات او ثانويات وپېژنو. چې ستا د مقتديانو عقيدې خرابې وي، کفر او اسلام نه سره پېژني، په کفارو پسې روان وي او په اسلامي شعايرو ملنډې وهي، نو هغوی ته به د مور او پلار حقوق، استغفار ويل، سلام اچول او ذکر کول څومره اهميت ولري؟!
خلاصه دا چې د نوي اسلامي نظام پر مسؤلينو، علماؤ، استادانو او هر پوه او با احساسه افغان فرض ده، چې د خپلو هېوادوالو د اذهانو د تخريب مخه ونيسي، د کفارو د تبليغاتي جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي او د فکري سمون لپاره په خپل ټول توان هڅې وکړي. که نور مو هيڅ په وس نه وي پوره، فرد فرد بايد له خپل قلم او ژبې څخه کار واخلو، راځئ له خپله کوره يې پيل کړو، د خپلو دوستانو، کليوالو او ټولو فکري ناروغانو د سمون، اصلاح او پوهولو لپاره ښه په اخلاص، حوصله او هوښياري کوشش او مبارزه پيل کړو.
اوس مهال همدا لوی جهاد دی…!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: