چا وګټله؟

لیکنه: کفایت الله شهاب
په یوه ټولنه کې مبارزه هغه مهال ارزښتمنه ثابتېدای شي چې په لاره اچونکی، سر لاري او نور اتباع يې پرته له دې چې دنیوي اسبابو ته وګوري او یا د مادیاتو تر اغېز لاندې راشي؛ د خپلې قوي عقیدې او مفکورې په اساس د دښمن مقابلې ته را ودانګي او کشر و مشر يې پرته له دې چې د خپل ځان په قربانولو کې سپما وکړي، ټول د قربانۍ او مقابلې میدان ته په سیالۍ وړاندې شي. په ځمکه باندې د آدم علیه السلام او انا مبارکې له قدم اېښودلو او له هغه را وروسته په ځمکه کې د دوی د اولادې له ځای په ځای کېدو او ډېرېدو وروسته؛ هغه اړخ او لوري بریا حاصله کړې او میدان يې وړی، چې له شخصي غوښتنو تېر شوي او یوازې يې د یګانه ذات د خوښې لپاره مبارزه کړې. که څه هم په دې لاره کې ګټونکي یا په حق لوري، قربانۍ ورکړي او مشران يې له لاسه ورکړي؛ مګر بیا يې هم میدان وړی او خپل دښمن ته يې داسې ماتې ورکړې چې تر اوسه يې لا تاریخونه یادونه کوي او موږ ته د حق و باطل، مادیت و معنویت او همدارنګه پاک و ناپاک ترمنځ د مقابلې مثالونه وړاندې کوي چې کوم لوري بریا حاصله کړي او کوم لوری په ډېر ذلالت سره له ماتې سره مخ شوی او حتی د ځمکې له سره پناه شوی؟
افغان ملت چې د تاریخ په اوږدو کې يې د خپلو بهرنیو او داخلي دښمنانو په وړاندې مبارزه کړي او په دې ډګر کې يې بې شمېره قربانۍ ورکړي؛ یو له هغه ټولنو څخه ګڼل کېږي چې د مبارزاتي ډګر سر لاري يې له مادي ګټو څخه تېر شوي او یوازې يې د ملت د ښېرازۍ موخې ته پام کړی. افغانانو پېړۍ وړاندې انګرېز، بیا شوروي او په دا نیږدې موده کې امریکايي اشغالګر له خپلې خاورې ایستلو ته اړ کړل. نه یوازې دا چې په افغانستان کې يې ماتې ورکړې؛ بلکې په نړیوال ډګر يې يې هم بې حیثیته کړي.
افغانستان ته بهرني تېريګر په خپله نه دي راغلي؛ بلکې هغه افغان ملېشو، قومي مشرانو او واک غوښتونکو يې ملاتړ کړی او له اشغالګرو سره د هغوی د ساتونکو او د سون توکو په توګه درېدلي، چې واک ته په رسېدلو او مادیت يې باور درلودلی. دوی د تاریخ په اوږدو کې هر وخت د اشغالګرو د ګټو لپاره قربانۍ ورکړي او بیا يې په بدل کې ماده او واک ترلاسه کړی. بیا يې له خپل ملت سره جګړه پيل کړې، ملت يې وژلی، ځورولی او حتی دومره ظلم يې ورسره کړی چې د انسانیت تر دایرې وتلی ښکاري. دوی له هیواد څخه د دفاع او هیواد ساتنې په پلمه، تل د خپل ملت په مقابل کې درېدلي او په خپل ملت يې هر راز ظلم کړی. دوی هر یوه يې که څه هم یا د اقتدار یا هم له اقتدار وروسته د تبلیغاتو او افواهاتو په مټ کوښښ کړی تر څو د ملت رښتیني بچیان او خواخوږي ځانونه معرفي کړي؛ خو په افغان تاریخ کې دا کسان ستر، ستر جنایتکاران او غداران دي. ځکه یو څوک چې د زرګونو بې ګناه افغانانو له قاتل سره د پيسو په مقابل کې ملګرتیا کوي او د اشغالګرو د قاتلین په وژلو او اشغالګرو ته ور په ګوته کولو شپه ورځ خوارۍ باسي، نه د هیواد رښتیني بچیان دي او نه هم په هیواد مین اشخاص. دوی هغه کسان دي چې د بهرني یرغل په وړاندې چوپ پاتې شوي خو له ملت سره يې بیا د اشغالګرو په ملاتړ جګړه کړي.
اوس چې امریکايي اشغالګرو ته چوپړ وهونکي، د امریکا له وتلو سره جوخت په تېښته شول او الله تعالی وشرمول؛ لا هم ځينې په خپلو ترسره کړو جنایتونو او غداریو پښېمانه نه دي او اوس یو ځل بیا په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه کوښښ کوي ترڅو په افغانستان کې د یوې بلې جګړې پيلېدا ته زمینه سازي وکړي او یو وار بیا افغانان په ستونزو کې را ښکېل کړي. دوی سره له دې چې اسلامي امارت عفوه ورته وکړه او د دوی تېر جنایتونه يې ورته معاف کړل؛ مګر بیا هم عبرت نه اخلي او خپل رذالت ته دوام ورکوي او په افغان ملت يې ښه ورځ پېرزو نه ده. له دوی څخه ځينې يې افغان ځوانان جګړې ته هڅوي، ځينې يې په بهرنیو استخباراتو ګرځي او د افغان ملت په وړاندې د جګړه کولو لپاره ترې امتیازات غواړي او ځينې يې په نړیواله میډیا کې منفور تبلیغات کوي. خو برعکس، اسلامي امارت اوس هم خپله غېږه ورته خلاصه کړې، افغانستان ته د بیرته راتګ او دلته په امن کې د اوسېدلو بلنه ورکوي او… .
خلاصه دا چې دا کسان سره له دې چې سخته شرمونکې ماتې يې وخوړه او په ټوله مانا يې ځانونه وشرمول؛ مګر بیا هم د ځان مطرح کولو لپاره لابي کوي او داسې نه انګېري چې ګواکې سخته ماتې دې خوړلي وي. دوی سره له دې چې اسلامي امارت په نه امکاناتو خو د ملت په زور په شرمونکې توګه مات کړل؛ خو بیا هم ځانونه ګټونکي بولي او په ډېره سپين سترګۍ سره د ځان د سپيناوي هڅې کوي. دوی اوس هم لا په دې فکر دي چې ګټونکي دي او په افغانستان باندې د اسلامي امارت دوهم ځل حاکمیت ورته د خوب لیده ښکاري. دوی ته له بده مرغه تر اوسه هم لا مالومه نه ده چې په افغانستان کې شل کلنه د حق و باطل تر منځ مقابله چا وګټله؟ څوک بریالي شول؟ او څوک له شرمونکې ماتې سره مخ شول؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: