د‌ مني په موسم کې ولې خلک ښه احساس نه کوي؟

د مني موسم په راتللو سره ډیری انسانان په بې دلیله خپګان اخته کېږي، طبيعت يې خراب وي، زړه يې تنګ وي، کم خوبه او بد خوبه وي، اشتها او د خوراک روټين يې برابر نه وي ، له هغو شيانو او کارونو سره چې مخکې يې مينه ورسره لرله علاقه ختمه شي ، بې ځايه سوچونه کوي ، ځان ملامت احساسوي ، د ژوند د هرې برخې د کارونو په اړه بې تفاوته او بې مينې وي ،بدبينه ترې جوړ شي.
دا ټول د مني د‌ موسم د خپګان Seasonal affective disorder (SAD امله دي.
ددې د مخنيوي لپاره
✔️ لمر ته ډېر ګرځئ
✔️ تروش خواړه کم خورئ
✔️ تفريح حتمن کوئ
✔️ نيم ساعت پلې ګرځېدا بيخي ګټوره ده
✔️ له ګرمو رنګونو استفاده وکړئ
✔️ ويټامين داره خواړه وخورئ
✔️ هر تغيير له کوچني ګام څخه پيل کړئ مثلا يو کتاب چې کمې پاڼې ولري لوستل يې پيل کړئ او يا قدم وهل هره ورځ له لسو دقيقو پياده روي څخه شروع کړئ.

نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button