تورخم کې د مسافرینو لپاره د انتظار ځای د جوړولو چارې پیل شوې

عزم(سه شنبه، ۰۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، په تورخم کې یې د مسافرینو لپاره د انتظار ځای جوړولو چارې پرون پیل کړي دي.

د ننګرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پرون د ننګرهار سرپرست والي حاجي مدثر په تورخم ښارګوټي کې د شپږ مېلیونه او څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت مسافرینو ته د انتظار ځای جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه انتظار ځای به شل خونې د مسافرینو او دوه خونې د جومات لپاره ولري، چې برنډه، پاکې اوبه او نورې اړینې اسانتیاوې به هم ولري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې پروژه کې مېرمنو او نارينه وو ته د ځانګړو ځايونو تنظيم پاملرنه شوې ده.

د ننګرهار د ولایت مقام مالي او اداري رئیس شاهد نوراني وايي، چې د ننګرهار والي په ځانګړې پاملرنې يې په تورخم ښارګوټي کې د ۶  مېليونه او ۴۰۰زره افغانيو په مالي لګښت مسافرينو لپاره په يونيم جريب ځمکه ځمکه باندې ديو انتظار ځای چې  ۲۲ خونې، يو جومات او دوه خروجي خونې لري چارې پيل کړي او ډېر ژر به یې چارې پای ته ورسېږي.

تورخم د افغانستان هغه دروازه ده، چې هره ورځ پرې سلګونه موټرې او زرګونه خلک تګ راتګ کوي او د ډېر بیروبار له امله مسافر همدلته پاتې کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button