روغتیا وزارت: کېدای شي په ژمي کې د کرونا پېښې ډېرې شي

عزم(چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، کېدای شي د هوا په سړېدو سره په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښو کې ډېروالی راشي.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر وايي، اوسمهال د هېواد ټولو ولایتونو ته د کرونا ضد واکسین رسېدلي دي او تر اوسه ۷مېلیونه کسانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوي دي.

د ښاغلي عمر په خبره، اوس هم په هېواد کې د کرونا ضد واکسینو د تطبیق لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

دی وايي، د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د نړیوال بانک د مرستو د ځنډېدو له امله تر دې مهاله د کرونا ناروغۍ د درملنې ۳۴ مرکزونه تړل شوي دي.: «ستونزه دا ده چې نړیوال بانک او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو چې له افغانستان سره‌يې د مرستو ژمنې درلودې او هغه روغتونونه چې د کرونا د کنټرول او درملنې په برخه کې يې کار کاوه اوس‌مهال په دې روغتونونو د نړیوال بانک مرستې درېدلي او کارکوونکو ته‌يې معاشونه نه‌دي ورکړل شوي، د دې روغتونونو شمېر ۳۴ ته رسېږي چې اوس‌مهال يې دروازې تړل شوې دي.»

د نوموړي په خبره، نړیوال بانک له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ز کال پورې د روغتیا په برخه کې د مرستو ژمنه کړې وه، خو اوسمهال یې خپلې مرستې سیاسي کړي دي.

د کرونا په هرې څپې سره په افغانستان کې عمومي کرنتین پیلېږي، خو تر دې دمه معلومه نه ده چې په هېواد کې به بیا عمومي کرنتین پیل شي که‌نه.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې تر دې مهاله ۱۵۷،۲۱۸تنه په کرونا ککړ شوي، چې ۷۳۰۷تنه ترې مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت داسې مهال د هوا په سړېدو سره د کرونا د ډېرېدو خبر ورکوي چې اوسمهال په ځینو افریقايي هېوادونو کې د کرونا نوې بڼه موندل شوې ده، چې ځینې هېوادونه یې اندېښمن کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button