اسلام د انسانېت له پاره تر ټولو بشپړ قانون دی!

کوم حقوق چې اسلام مقدس دین ښځو ته ورکړي د نړۍ هیڅ مذهب او قانون نه دي ورکړي او نه به یې ورکړي!
ډاکټر محمد یوسف مرسي په خپل کتاب( نړۍ ته د اسلام اړتیا) کې لیکي: کله چې زه په فرانسه کې وم، هلته په کومه کورنۍ کې چې زه مېشت وم، هلته يوه ځوانه انجلۍ د کور کارونو لپاره نوکره وه. د هغې له څېرې د خانداني شرافت او عالي نسب نښې له ورایه ښکارېدې.
ما له کوربه ښځې څخه وپوښتل چې د دې هېڅ سرپرست نشته چې دا کار کولو ته اړ شوې ده؟
کوربه ځواب راکړ: دا نجلۍ د ښار له يوې لوړې کورنۍ سره اړیکه لري، د دې تره ډېر شتمن دی؛ مګر بې پرواه او بې فکره دی. په دې هېڅ پام نه کوي.
ما وويل: نو دا د خپلو لګښتونو لپاره د خپل تره خلاف په محکمه کې عريضه ولې نه کوي؟
کوربه په ډېرې حيرانتيا وپوښتل: ايا کوم قانون د دې اجازه هم ورکوي؟
ما وويل: ولې نه (هو) نو بيا ما هغې ته وویل، چې: په داسې وخت کې د اسلام لارښوونې څه دي او په دې کې د خپلوۍ اهميت څه دی؟
هغې په چوپتيا سره زما خبرې اورېدې او بيا يې د ژور افسوس په لهجه وويل: د قانون جوړونې دا روحيه چېرته ده، ته خپله فکر وکه، که داسې قانوني جواز دلته وای؛ نو د ښو، ښو کورنيو دا شريفې نجونې به ولې د رزق موندلو پسې په فابریکو، کمپنیو او حکومتي دفترونو کې داسې حيرانې او سرګردانې ګرځېدای؟

سرچینه: (نړۍ ته د اسلام اړتیا ص ۳۰۴ )

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: