مدنی فعالانو دحراست او ثبات په شورا توندې نیوکې وکړې

عــزم (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل):

نن يو زيات شمېر مدني فعالان په کابل کې را ټول شوي و او د د مجاهدينو او ځينو له واک څخه پاتې مشرانو پر جوړې شوې شورا يي نيوکې وکړې. دوی وايي چې د حراست او ثبات شورا يوازې د امتياز د تر لاسه کولو په خاطر جوړه شوې.

دوی وايي چې په دې شورا کې ځينې شته کسان ملي خاینين دي.

دوی وايي چې ددې ډول څيرو شتون به هیواد د ناورين لوري ته بوزي.

 مدني فعال عطاالله خان حیران وويل:« دوی د جهاد په نوم امتياز غواړي، جهاد ټول ولس کړی دی، دوی تل د جهاد په نوم ګټه کړې او د اسلام او جهاد له نوم څخه ګټه پورته کوي.»

دوی خبرداری ورکړ چې موکه پالو ته به کله هم اجازه ورنکړي چې د دين، وطن، افغانيت او یا جهاد په نوم له خلکو امتیاز واخلي.

دوی له حکومت څخه هم وغوښته چې خپل منځي ستونزې دې پريدي او خلکو او وطن ته دې کار وکړي.

يوسف امين ځاځی چې ددې ناستې ګډونوال دی وايي چې حکومت باید د ټيکاو په برخه کې هڅې وکړي او شته ستونزې دي حل کړي.

هیره دې نه وي چې د حراست او ثبات په نوم شورا د تيرې اونۍ په لړ کې جوړه شوه او په ټول کې د ټولنیزو پاڼو د کارونکو او مدني فعالانو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

جاوید حمیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: