پرديو مرستو ته د تمې پر ځای، پر خپلو مټو تکيه په کار ده!

ليکنه: سليمان سعيد «غلجی»
د عزتمند، سوکاله او کامياب ژوند لپاره خودکفايي لومړنی شرط دی، څوک چې ځان بسياينې ته توجه نه کوي، هغه به هيڅکله د عزت او استقلال ژوند و نه لري، همېشه به نورو ته محتاج، د بل تر پېغور او فشار لاندې د غلامي او بې واکي ژوند تېروي.
پښتو متل دی: «جنګ په وسله کيږي، ننګ په غله کيږي!» نو دغه قاعده له خپل ځان، کور او کلي نيولې، بيا ان د يو هېواد او ملت تر حده، پر ټولو د تطبيق وړ ده. مثلاً که په خپل کلي کې وګورو، هغه څوک چې خواري مزدوري نه کوي، همت نه لري، سوال او ګدايي يې عادت ګرځېدلی وي او همېشه يې پرديو مرستو ته سترګې نيولې وي، دغه ډول خلک په ټولنه کې هيڅ عزت نه لري، نه خپلواک او سرلوړی ژوند کولای شي او نه له خپلو تربرونو سره سيالي.
بل خوا هغه خلک چې خواري کښ وي، همت لري، کار کوي او تکليف تېروي، نو نه يوازې دا چې خپله بسيا ژوند لري، بلکې له نورو سره هم مرستې کوي او له همدې امله د کلي او علاقې اړوند ټولې مهمې پرېکړې او پلانونه هم د دوی په واک او کنټرول کې وي.
نو همدغه شان د ملتونو او هېوادونو پرمختګ، سوکالي او ابادي هم د هغوی له خپل همت، کار او استعداد پورې اړه لري. هغه ملتونه چې په خپلو مټو ځان ساتي، ستړیا ګالي، خولې څڅوي او همت کوي؛ هغوی خوښ، خوشحال او سوکاله ژوند لري، خو هغه ملتونه چې د کار خلک يې په خپل منځي اختلافاتو مصروف وي، ځوانان يې ګيمونه او فلمونه ګوري او سياسيون يې د ګدايي کچکول ګرځوي، هغوی به هيڅکله ښاده ورځ ونه ويني، بلکې همېشه به د نورو تر واک او فشار لاندې د ذلت ژوند تېروي.
متل دی: «چې لاس ښوري، خوله ښوري!» معنی دا چې د رزق ګټلو لپاره لاس ښورول او ځان ستړی کول شرط دي. يو بل متل دی: «بې زحمته، راحت نشته!» د دې مطلب هم واضح دی، يعنې راحت او اسوده ګي به د هغه چا په برخه وي، څوک چې زحمت کاږي.
نو د دې پر ځای چې د انګور په څېر پر بل چا پېټی شو، غوره به دا وي چې د چنار په څېر په خپلو مټو هسک او بيا د نورو لاس نيوی وکړو. رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: اليد العليا خير من اليد السفلی. يعنې ورکوونکی لاس له اخيستونکي لاس څخه غوره دی.
دا خو يوه عمومي خبره وه چې بل چا ته د تمې پر ځای، پر خپلو مټو ځان رسول په کار دي، اوس به راشو دې ته؛ چې له کفارو څخه مرسته اخيستل به موږ ته په کومه بيه تمام شي؟!
الله تعالی په قرآن مجيد کې څو څو ځله په پوره صراحت او وضاحت فرمايلي؛ چې کفار هيڅکله ستاسې (مسلمانانو) دوستان کېدلای نه شي، هغوی ستاسې په هره ښادي له ډېرې غوسې او بد نيتۍ خپلې ګوتې چيچي، ستاسې خلاف هر ډول دسيسې جوړوي او که وس يې وشي؛ د ځمکې پر مخ به د (الله جل جلاله) هيڅ نوم اخيستونکی ژوندی پرې نږدي. نو ايا پس له دې هم هغوی خپل دوستان ګڼل او د نيکي هيله ورڅخه کول به ډېر لوی حماقت او تجاهل نه وي؟!
نن سبا خو اسلامي نظامونه نشته، خلک يې مسلمانان دي، خو داسې حاکمان پرې مسلط دي؛ چې له يوه سره يې هم د اسلام او مسلمانانو د خير او فلاح فکر نشته. ټول په خپلو عياشيو بوخت او د کفارو ګټې او پلانونه تعقيبوي او د هغوی له اشارو او مشورو پرته هيڅ نه شي کولای. نو ځکه خو اوس مهال له اسلامي هېوادونو څخه هم د څه خير او همکاري هیله نه شي کېدای او کفري نړۍ سره خو مو هسې هم مقابله ده!
که کفار موږ ته ظاهراً څه نا څه مرستې راکوي، يا دا چې د بشري حقونو په نامه يې يو څه ټولنې او ادارې جوړې کړې دي، نو رښتيا يې هدف دا نه دی چې د بشريت خدمت وکړي، بلکې د خپلو شيطاني موخو لپاره يې دغه دجالي ټولنې جوړې کړې دي، تر څو د ساده زړيو مسلمانانو په سترګو کې خاورې وشيندي، اذهان يې مغشوش کړي، د کفر او اسلام فرق ترې ورک کړي او بالآخره يې له اسلام څخه زړه توري او د تل لپاره يې ځان ته محتاج وساتي. که څوک لږ هم عقل ولري او د کفارو تاريخونه لږ لږ مطالعه کړي، بيا به نو د دوی د بشر دوستي! په معنی سم پوه شي. د نړۍ والو جګړو پر مهال همدغو درواغجنو وحشيانو د بشريت بيخ واېست، لوی لوی اټمونه يې وکارول، قتل عام يې وکړ، پوره پوره نسلونه يې تباه کړل او د افغانستان او عراق بشردوستي خو يې موږ په خپلو سترګو وليده. لنډه دا چې که دوی شرم درلودی، د بشري حقوقو نوم به يې لا نه ؤ اخيستی.
په هر صورت؛ دا خو د دوی خپل مکر، فريب او دجل دی، اوس نو موږ ته څه کول په کار دي؟!
موږ بايد هيچا ته په تمه نه شو، «چې په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په ميرو شي!» نو موږ بايد پر دې واقعيت سر خلاص کړو، چې هيچا سره هم زموږ د راتلونکې اندېښنه نشته، موږ چې خپله د خپل ځان او هېواد درد ته دوا نه شو، نور به مو څه په درد دردمن شي؟! بلکې نه يوازې دا چې نور هېوادونه مرسته نه راسره کوي، بلکې د خپلو ګټو لپاره مو قربانوي او له بدو مو بدتر غواړي!
موږ بايد پرديو ته د تمې فکر بالکل له ذهنه وباسو، بايد پر خپلو مټو تکيه وکړو، زحمت وباسو، همت وکړو او د خودکفايي او ځان بسياينې پر لور ګامونه واخلو. دا دنيا په سيالي روانه ده او په سيالي کې هيڅوک د بل چا مرسته نه کوي، بلکې يو بل راڅملوي او ځان رسوي!
موږ هغه وخت پرمختګ کولی شوي، چې د ژوند په هره برخه کې کار وکړو، ځان ورسوو، خپله اړتيا په خپله پوره کړو، د نورو له احتياجه ځان خلاص کړو، پر خپل ځان باور ولرو او په اخلاص، صداقت، کلک هوډ، اتفاق او ورورګلوي سره د هېواد د ابادي لپاره ملا وتړو. د پرديو مرستو د خيال پلاؤ پر ځای، د خپلې راتلونکې په اړه بايد په خپله فکر وکړو، پلان جوړ کړو، خولې توی کړو، زحمت وباسو او په خپلو مټو د خپل هېواد د ابادي لپاره هڅې وکړو.
چې هېواد اباد وي، موږ به اباد يو!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: