روسیه او د کتابتونونو کلتور!

په روسیه کې د کتابتونونو مخینه ۱۱مې میلادي پېړۍ ته رسیږي. په دغه هېواد کې د کتابخانو د کلتور بنسټ عیسايي کلیساوو کېښود.
په هغه وخت کې کتابونه ډېر کم وو او زیات قدر یې کېده. په ځانګړیو عیسايي عبادت خانو کې به اېښودل کېدل او دغه سلسله تر نن ورځې دوام لري. اوس هم د روسانو په هر کور کې لسګونه کتابونه موندل کیږي، چې په ټاکلو خونو (اطاقونو) کې کېښودل شوي وي.
په دغو کتابونو کې د لرغونې او کلاسیکې شاعرۍ زیاتې نسخې وي او ډير داسې کتابونه هم پکې شته چې د ماشومانو له پاره لیکل شوي او د ښاپيریو کیسې پکې کښل شوې دي.
دغه کیسې نسل په نسل روسانو ته رسېدلې او وروستیو کلونو کې تر ډیره کتابونو کې خوندې شوې.
د شمېرو له مخې: اوسمهال په روسیه کې نیږدې ۱۳۰۰۰۰ کتابتونه موجود دي. په هر لوی او کوچني ښار، تعلیمي ادارې او پوهنیز مرکز کې کتابخانې شته، چې زده کړیالانو، زده کوونکو او ماشومانو ته پکې ځانګړې څانګې فعالې شوې دي.
په دغو کتابتونونو کې د طب، انجینرۍ، تاریخ، جغرافیې، فلسفې، ادب او ګڼو نورو برخو ډېر پخواني، پاخه او د سترو علمي سندونو کتابونه موندل کیږي، چې خلک ترې پراخه ګټه اخلي، مطالعه یې په عام ډول ده او کوم دولتي بندیز پرې نه شته.
د روسیې د اساسي قانون له مخې: هره کتاب خپرونکې مطبعه باید خپل نیږدې دولتي کتابتون ته د نوي چاپ شوي کتاب یوه ګڼه ورکړي؛ تر څو یې خلک په وړیا ډول ولولي.
په روسیه کې تر ټولو مشهوره او لویه کتابخانه «ماسکو سټیټ لایبریري» نومیږي، چې د نړۍ په لویو کتابخانو کې شمارل کیږي.
په یاد کتابتون کې د پښتو په ګډون د نیږدې ۲۵۰ ژبو ۴ کروړه کتابونه موجود دي.
که چیرې له یاد کتابتون څخه ټول کتابونه را ووېستل شي او څنګ په څنګ کېښودل شي؛ نو ۶۰۰ کیلومتره به اوږد شي. په همدې حساب یوازې د امریکا په پلازمینې واشنګټن کې د «کانګرس» کتابتون د ماسکو له کتابتون څخه ستر دی.
د ماسکو په کتابتون کې زرګونه ناچاپ اثار او قلمي تحریرونه هم موجود دي، چې روسانو ته له سرو زرو او جواهراتو هم زیات اهمیت لري.
د دې ترڅنګ ځينې داسې کتابونه هم پکې موندل کیږي، چې ښايي په نړۍ کې یې یوه، یا دوه نورې نمونې وي.
په دغه کتابتون کې دوه تر ټولو پخواني کتابونه د ۱۵ مېلادي پېړۍ دي. په یادو کتابونو کې یو یې د هسپانوي ادیب سروانټس د افسانو مجموعه ده او بل د عیسايي مذهب د عبادتونو په اړه دی، چې د کارک ونې په پاڼو لیکل شوي دي.
که څه هم د مسکو کتابتون تر ټولو پخوانی او ستر کتابتون دی؛ خو روسي حکومت ورته ځانګړې پاملرنه کړې، په حکومت کې جدا بودیجه لري او ټول سیستم یې کمپیوټري او انټرنیټي دي.
داسې ویل کیږي چې راتلونکو څو کلونو کې به د یاد کتابتون ټول کتابونه انلاین شي او د ماسکو کتابتون به انلاین بڼه هم خپله کړي.

لیکنه: ریحان کاظمی
ژباړه: سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: