د نړۍ کنجوس سړی

“میرچن ترانسیسکو” د نړۍ تر ټولو د شوم سړي لقب ګټلی و… لباس او خوړو ته یې هيڅ ارزښت نه ورکاوه، پتلون ته به یې پیوندونه پراته وو، د کرسمس په اختر کې یې ملګرو یو جوړ نوی لباس ورکړ، څو یې په دې طریقه پوه کړي چې دی ډېر کنجوس سړی دی، کله چې له رخصتۍ نه راستون شو، هم هغه زوړ لباس یې پر تن و، ملګری یې خبر شول چې ورکړې جامې یې د انترنت له لارې پلورلې وې.
د هغه له مړینې وروسته خلک پوه شول چې میرچن د هغو سازمانونو لپاره تر ټولو زیاته بسپنه ورکونکی و چې د بې کوره ماشومانو ساتنه کوي، او د هغه بسپنه 19 مليونه ډالرو ته رسیده.
دې سړي په کومه فلسفه کې ژوند کاوه؟! خپله ټوله خوښي یې د بې کوره ماشوم له یوې خولې موسکا ځار کړه..!

په هیچا له ظاهر نه حکم مه کوئ.
کوم خوند او رڼا چې د بیوزله په موسکا کې پر ته ده په الماسو کې هم نشته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button