د عبادت د نه کولو په شرط د شيطان کومک

ابن جوزي رحمه الله په خپل کتاب الاذکياء کي د امام ابو حنیفه رحمه الله داسي قصه ليکلې ده:
يوه ورځ يو سړی امام ابو حنیفه رحمه الله ته راغلی غوښتنه يې ځني وکړه چي ما ښه ډېر مال يو ځای ښخ کړی دئ اوس مي هير دی ته کومک راسره وکړه چي هغه ځای پیدا کړم او خپل مال تر لاسه کړم!
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وفرمايل:
دا خو کومه فقهي مسئله نه ده چي زه معلومات درکړم البته يوه حيله در ښيم هغه داچي ټوله شپه په عبادت تېره کړه ان شاء الله د مال ځای به درته معلوم سي.
هغه کس هم داسي وکړه، د شپې يې عبادت شروع کړی ، دشپې څلورمه حصه عبادت يې نه وو کړی چي هغه ځای يې پياد سو دستي هغه ځای ته ور روان سو مال يې را واخستی ډېر خوشحاله سو ، بیا امام ابو حنیفه رحمه الله ته راغلی قصه يې ورته وکړه
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وفرمايل:
زه پوهیدم چي شيطان تا نه پريږدي چي ټوله شپه عبادت وکړې حتما وسوسې در اچوي او هغه ځای در پيادوي ددې لپاره چي عبادت پريږدې خو کاشکي د خپل رب د شکر لپاره دي هغه شپه عبادت پسي پوره کړی وای.

الاذکياء لابن جوزي، ص: ۹۴
مولوي عبدالهادي حماد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button