د ځینو قیمتي شیانو ارزښت وپېژنئ!

●د يوې خور ارزښت له هغه چا وپوښته چې خور نه لري.
●د لسو کلونو ارزښت له هغه مېړه او ښځې وپوښته چې تازه له يو بل څخه جدا شوي وي.
●د څلورو کلونو ارزښت د پوهنتون له فارغ شوي محصل څخه وپوښته.
●د يوه کال ارزښت له هغه زده کوونکي وپوښته، چې په سالانه ازموينه کې ناکام شوی وي.
●د يوې مياشتې ارزښت له هغې مور څخه وپوښته چې مړ ماشوم یې نړۍ ته راوړی وي.
●د يوې اوونۍ ارزښت د يوې اوونيزې له هغه ايډېټر څخه وپوښته،چې تمامه اوونۍ يې پرې تېره کړې وي.
●د يوه ساعت ارزښت له هغه مين څخه وپوښته چې د ملاقات په انتظار ناست وي.
●د يوې دقيقې ارزښت له هغه چا وپوښته چې په لاره او يا هم اوږد کتار کې په ناوخته کېدو الوتکې يا ملي بس ته نه وي رسېدلی.
●د يوې ثانيې ارزښت له هغه چا وپوښته چې په يوه پېښه کې روغ او ژوندی پاتې شوی وي.
●د يوې ميلي ثانيې ارزښت له هغه چا وپوښته چې د اولمپيک په لوبو کې یې د سپينو زرو مډال ګټلی وي.
●د يوه ملګري په ارزښت د پوهېدو لپاره هغه له لاسه ورکړه.
وخت هيچا ته صبر نه کوي،
د هرې شېبې په ارزښت پوه شئ ، په ارزښت به یې هغه وخت لا ښه پوه شئ چې که وکولای شئ هغه له نورو سره هم تقسيم کړئ.

نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button