لنډ لید، لنډه ښکلا!

که دا لاندې د تاج محل عکس کراپ کړئ يانې څنډې او ژۍ ګانې يې کټ کړئ ، نو د‌ هغو ميليونونو عکسونو په ډول به شي چې تاسې مخکې هم ليدلي چې پکې تاج محل له شان و شوکته ډک، ښکلی، د دبدبې خاوند او ارام ځای ښکاري.
خو عکاس قصدا په دې‌عکس کې د تاج محل شاوخوا ځنډې او کنډ و کپرې سيمې نه دي کراپ کړې (کټ کړې) ځکه په دې عکس سره يې موږ و تاسې او ټولو هغو کسانو ته چې تاج محل يې ندی ليدلی راښودلي دي چې تاج محل يوازې هغه ښکلي عکسونه ندي چې له نږدې څخه يې اخيستل شوي او موږ و تاسې په وارو وارو ليدلي دي

موږ ټول بايد پوه شو چې په فيسبوک او اينسټګرام کې د کومو خلکو عکسونه چې وينئ هغه د هغو د ژوند هغه کراپ شوې برخې دي چې يوازې ددۀ او دده د شاوخوا ظاهري ښکلا او تازه ګي راښيي
چې د‌هيچا ژوند ان تاج محل هم په ټوله مانا له ښکلاوو او ښه رنګيو ډک ندی د‌ هرچا په ژوند کې داسې کنډوکپرې شته چې همېشه يې کراپ کوي او تاسې يې يوازې ښکلی اړخونه وينئ.
نو عاقلانه کار دادی چې د‌ نورو کراپ شوی ژوند له خپل ناکراپ شوی ژوند سره مه پرتله کوئ!
که يې نه منئ؟!

نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button