د بچه سقاو فرمانونه!

افغانستان بېچاره هم عجيبي او غريبي ورځي وليدلې؛ د افغان اصله امريکايي ليکوال تميم انصاري په کتاب [بې اصوله لوبي] کې د حبيب الله کلکاني په يو نسبتًا نوې بيوګرافي کې دوه جالب ځايونه په مخه راغلل.
اول دا چې وای له ارګ نيولو وروسته د کلکاني لومړی امر دا و چې د ارګ له باغچو نه دې ګلونو ليرې او پر ځای دې ترکاري وکرل شي!!!
دوهم امر یې بيا دا و چې امان الله خان که غواړي بيرته باچا شي، نو ملکه ثريا به طلاقوي، خپل خسر (محمود طرزي) به په زندان کې اچوي او ټبر به یې له افغانستانه شړي.
عجيبه غوښتنه یې دا وه چي پرته له برطانيې به؛ د ټولو هيوادونو استازي [سفيران] د افغانستان له خاورې څخه باسي!؟…”
په ۱۹۲۹ع کال په يوه حيرانونکي ډول د امان الله خان دولت، د کابل شمال څخه څو سوه تنو غلو پای ته ورساوه او شاه امان الله بې له دې چي کوم څه وکړي، کابل خوشي کړ.
وسلوال غله په کابل ننوتل د دې کسانو مشري یو پنډ، سخوټ او لنډ سړي کوله چي[حبیب الله کلکاني] نومېده چي عامو خلکو به [بچه سقاو] باله.

سرچينه: انصاري؛ بې اصوله لوبي، د افغانستان توضيح شوی تاريخ.

عکس کي د کلکاني په ورځپاڼه [حبيب الاسلام] کي ځيني عجيب او غريب فرمانونه/امرونه وينئ!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button