بهرنیو چارو وزارت: په کابل کې یې د چین له سفیر سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

عزم(یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې ورسره خبرې کړي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي پرون په کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي او په دې لیدنه کې دواړه لوریو د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، د بشري مرستو د پراختیا او  افغان محصلانو ته د تخنیکي زده‌کړو د چمتو کولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.: «په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، بشري مرستو، پراختیا، او افغان محصلینو ته د تخنیکي زده‌کړو چمتو کولو په باب هراړخیزې خبرې وکړې.»

د ښاغلي بلخي په خبره، په دې کتنه کې په ځانګړي ډول د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا بحث وشو. له افغانستان څخه چین ته د ځڼغوزیو د صادراتو پر زیاتوالي او همدارنګه چین ته له نورو لارو د افغان تولیداتو پر رسولو خبرې وشوې.

د افغانستان ډېر ځڼغوزي چین ته صادرېږي او په دغه هېواد کې پراخ بازار لري. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان کرنیز توکي د نړۍ ګڼو هېوادونو ته صادر کړي او په دې اړه د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره خبرې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: