ننګرهار کې سږ کال ۳۵۰ټنه شات تولید شوي دي

عزم(سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۳۰۰ فارمونه شته، چې په روان کال کې یې ۳۵۰ټنه شات تولید کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په ننګرهار کې ۲۲ ډوله او تر ۳۰زرو د شاتو مچۍ هم شته، چې هر کال ترې ټنونه شات تولیدېږي.

په هېواد کې د ننګرهار سربېره، کندوز، هلمند، کندهار، خوست، پکتیا او یو شمېر نور ولایتونه هم د هغو ولایتونو په سر کې دي، چې هر کال ټنونه شات تولیدوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button