د افغانیو د ارزښت ساتلو او د بیو د کنټرول لپاره باید څه وشي؟

اسد مبارز
ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نړۍ له ډیرو تحریمونو لاندې دی، د مالي کړنو د څار ادارې (FATF) په تور لیست کې شامل هیواد دی او ډیرو هیوادونو سره یې سوداکریزې اړیکې د تحریمونو له وجې بندې او یا ډیرې کمې دي.

د اخوندانو له واک ته رسیدو سره سم کټ مټ لکه د افغانستان وضعیت سره مخ شو؛ خلک یې نورو هیوادونو ته په تیښته او کرنسي یې په بې سابقې ډول ارزښت د لاسه ورکړ، هر کس چې له ایران وتل له ځان سره یې ډالر وړل چې دې کار د لومړنیو توکو بیې ډیرې لوړې کړلې.

د ایران مرکزي بانک د وضعیت د کنټرول په خاطر د ډالر لپاره ثابت نرخ (Fixed rate) اعلان کړ؛ خلک ډلې ډلې راتلل او له مرکزي بانک یې په ثابت نرخ ډالر اخیستل خو هیچا هم مرکزي بانک باندې ډالر نه خرڅول، د مرکزي بانک دا پرېکړه ناکامه ښکاریده او بانک ورو ورو له شته ډالرو هم په خلاصیدو وو، بالاخره یې پریکړه بدله او هیواد دننه یې په بهرنیو اسعارو سودا کول مطلق بند اعلان کړل او بهرنیو اسعارو د تبدیلولو لپاره یې په سترو ښارونو کې د “مرکز مبادلات ارزي” په نوم ځایونه جوړ کړل.

که د سوداګر، محصل، سیاح او بل هر چا ډالر یا بله کرنسي پکار وي نو همدې ځای ته مجبور لاړ شي، یاد مرکز لومړۍ بهرنیو اسعارو ته د ضرورت پوښتنه کوي؛ که د اسنادو پر لیدو پوه شي چې واقعاً ضرورت لرې نو د مرکزي بانک له لورې په معلوم نرخ یې درته تبدیلوي خو بیرته یې پوښتنه هم کوي چې یاد شوي هدف لپاره دې وکارول کنه؟ د بیلګې په ډول سوداګر وایي چې زه پرې له قزاقستان اوړه واردوم، لومړۍ یې د جواز او سابقې پر لیدو معلوموي چې رښتیا سوداګر دی کنه، که ثابت شي چې سوداګر دی نو یاد مرکز د ډالر خرڅولو وروسته د قزاقستان سره خپل ایراني ګمرک ته وظیفه ورکوي چې ددې کس واردات وګوري چې د اخیستلو شویو ډالرو واردات لري که کم دي، که کم وي خو نغدي او تعذیر بالجسم (څو میاشتې بند) یې جرمانه کوي او کنه نو ستونزه نشته.

ایران ته د ډیرو تحریمونو او کمې سوداګرۍ له امله ډالر کم راځي خو ددې هر څه باوجود یې نرخونه کنټرول کړي دي. د افغانستان اسلامي امارت چارواکي که چیرې د ایران له همدې تجربې ګټه واخلي او په کور دننه کوچنۍ او لويې سوداګري پر افغانیو کړي، د ډالرو اخیستلو لپاره اوسنی هرځایه سیسټم له منځه یوسي او څو مشخص ځایونه د مرکزي بانک تر چتر لاندې رامنځته او د غوښتونکي اړتیا معلومه او بیا تعقیب شي چې اخیستل شوي ډالر په رښتیا سره په ذکر شوي هدف ولګیدې او که نورو هیوادونو ته یې یووړلي.

دا کار د ډالر او افغانیو نرخونو کې د صرافانو خپلسري له منځه وړۍ، په هیواد کې د نورو اسعارو د چلښت مخنیوی کوي او د ډالرو د قاچاق مخنیوې سربېره د لومړنیو توکو بیې هم ثابتې ساتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button