د ډبرو سکاره؛ د افغانستان د ملي عوایدو مهمه سرچینه!

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

په دې ګڼه کې به لولئ:

• مقدمه
• په نړیواله کچه د ډبرو سکرو کارېدنې ته کتنه
• په افغانستان کې د ډبرو سکرو زېرمې
• د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی
• د هېواد په اقتصاد کې د ډبرو سکرو رول
• څه باید وشي؟

مقدمه
په دې وروستیو کې د افغانستان د ډبرو سکرو، بهر ته یې د صادراتو او په کور دننه یې د بیو لوړوالي د بل هر وخت په پرتله ډېر پام ځان ته اړولی دی. پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو موضوع وروسته له هغه ګرمه شوه، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو په اړه څرګندونې وکړې او په خواله رسنیو کې یې د افغانانو پراخ بحثونه راپورته کړل. خو دا داسې مهال ده، چې افغان حکومت تراوسه له کوم هېواد سره د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې قرارداد نه لري، بلکې په داخلي شرکتونو د افغانيو په بدل کې پلورل کېږي او هغوی یې بیا پاکستان ته صادروي.
دا چې له تېر اګست (۲۰۲۱م) راهیسې افغانستان تر نړیوالو بندیزونو لاندې دی او د تېرو دوو لسیزو پرېمانه بهرنۍ مرستې هم تر ډېره حدې بندې شوې دي، له کبله یې افغانستان له پراخو اقتصادي ننګونو سره مخ دی. همدا لامل دی، چې اسلامي امارت په هېواد کې د امنیت له ټینګېدو سره د کانونو استخراج ته هم پوره پاملرنه کړې چې یوه ستره برخه یې د ډبرو سکاره تشکیلوي او په دې برخه کې د اداري فساد له منځته تللو سره له دې برخې د هېواد ملي عواید هم زیات شوي دي. په ورته وخت کې د کانونو د استخراج او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د استخراج او بهر ته د صادراتو په برخه کې یو شمېر پوښتنې لا هم بې ځوابه دي.
په افغانستان کې د باکیفیته ډبرو سکرو پراخو زېرمو او د هېواد پر اقتصاد یې جوت اغېز ته په کتلو سره، دا موضوع لا ډېرو بحثونو او څېړنو ته اړتیا لري. په دې لیکنه کې په نړیواله کچه د ډبرو سکرو کارېدنې ته د ځغلندې کتنې ترڅنګ، په افغانستان کې د ډبرو سکرو زېرمو، په دې وروستیو کې د ډبرو سکرو د بیو لوړوالي، او د افغانستان په ملي اقتصاد کې د ډبرو سکرو رول ته کتنه شوې او په وروستۍ برخه کې پر دې بحث شوی چې د ډبرو سکرو د استخراج او صادراتو په برخه کې څه کول پکار دي.

په نړیواله کچه د ډبرو سکرو کارېدنې ته کتنه
د صنعتي انقلاب او د بخار ماشین له رامنځته کېدو سره د ډبرو سکرو کارول او ارزښت په نړۍ کې زیات شو، چې د فولادو او اوسپنې پر وېلې کولو سربېره ډېری لویې کارخانې پرې چلېږي او د برېښنا په تولید کې ترې ګټه اخیستل کېږي. د ۲۰۲۰م کال د شمېرو له مخې، د ډبرو له سکرو د نړۍ تقریبا دریمه حصه یا ۳۵ سلنه برېښنا تولیدېږي، چې د برېښنا په تولید کې یې د نورو ټولو تولیدي سرچینو په پرتله ونډه زیاته ده. له ډبرو سکرو تر ټولو ډېره برېښنا په چین، هند، سوېلي افریقا او استرالیا کې تولیدېږي، چې د بېلګې په توګه چین خپله د اړتیا وړ ۵۶ سلنه برېښنا او هند ۴۴ سلنه برېښنا د ډبرو له سکرو څخه تولیدوي.
له ډبرو سکرو څخه د استفادې او نورو هېوادونو ته یې د صادراتو له پلوه هم چین او هند تر نورو مخکې دي. چین تقریباً د نړۍ نمایي د ډبرو سکاره تولیدوي او همدا هېواد یې تر ټولو زیات مصرفوونکی هېواد هم دی. په صادروونکو هېوادونو کې یې استرلیا لومړی ځای لري چې د نړۍ دریمه برخه سکاره صادروي. دویمه او دریمه درجه صادروونکي هېوادونه یې بیا اندونیزیا او روسیه دي. پنځه تر ټولو ستر واردوونکي هېوادونه یې هم هند، جاپان، چین، سوېلي کوریا او تایوان دي.
له بلې خوا، سره له دې چې د ډبرو سکاره د انرژۍ د تولید په برخه کې خورا زیات ارزښت لري، خو روغتیا ته یې هم زیانونه پرېمانه دي. کاربن ډای اکساید ګاز چې د ډبرو سکرو د کارونې له امله رامنځته کېږي، د اقلیم د بدلون سبب ګرځي، په داسې حال کې چې نړۍ ته تر ټولو لوی او اوږدمهاله ګواښ د همدغه ګاز تولید ګڼل کېږي. ترڅنګ یې د هوا ککړتیا هم، چې یو مهم لامل یې د ډبرو د سکرو کارېدنه ده، د انسان روغتیا ګواښي او د سږو، زړه، سرطان، د ماشومانو او زیږون اړوند ناروغیو لامل کېږي.
انسانانو او اقلیم ته د زیان رسېدو د مخنوي لپاره یې بېلابېل هېوادونه او نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې د انرژۍ د تولید لپاره د ډبرو سکرو بدیل پیدا کړي. په همدې موخه د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انټونیو ګوتریش پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د ډبرو پر سکرو چلیدونکو فابریکو له جوړولو ډډه وکړي. همدا راز د پاریس تړون د نړۍ د كُرې د تودخې راکمولو په موخه له هېوادونو غوښتي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې په نړیواله کچه د ډبرو سکرو کارول نمایې ته راښکته کړي. په ۲۰۲۱م کال کې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو سازمان غونډې (COP26) هم له ۱۲۰ ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د ډبرو سکرو د کارونې کچه راټیټه او په تدریجي ډول یې د صفر تر کچې ورسوي.

په افغانستان کې د ډبرو سکرو زېرمې
سره له دې چې د افغانستان تر ځمکې لاندې زېرمو او کانونو په اړه تراوسه کومه دقیقه سروې نه ده شوې؛ خو لومړي مطالعات ښیي چې دا هېواد د ډبرو د سکرو په ګډون پراخې کاني زېرمې لري. د ډبرو سکرو په برخه کې لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د افغانستان له ختیځ ولایت بدخشان څخه رانیولې تر لویدیځ ولایت هرات پورې د ډبرو سکرو تقریباً ۷۵۰ کیلو متره رګ تر خاورو لاندې پروت دی. ځینې شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې له ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیونه ټنه، او یا شاوخوا درې میلیارد متر مکعبه د ډبرو سکاره شته دي.
له دې سره افغانستان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې د پرېمانه او با کیفیته ډبرو سکرو لرلو سربېره یې تراوسه هغه نه دي استخراج کړي. د اوږدو جګړو او سیاسي او امنیتي بې ثباتیو، د معیاري ترانسپورتي سیستم نشتون او د ډبرو سکرو کانونو ته د غځېدلو لارو د خرابوالي په ګډون ګڼ عوامل د دې لامل شوي چې دغه کانونه په قانوني او مسلکي ډول تراوسه نه دي استخراج شوي، بلکې په تېرو وختونو کې وخت ناوخت په ناقانونه او غیرمسلکي توګه راایستل شوي دي.
د شمېرو له مخې، لږ تر لږه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۸۰ د ډبرو سکرو کانونه شته دي چې له ډلې څخه یې له ۱۷ کانونو څخه عملا د ډبرو سکاره استخراج کېږي او په هېواد کې دننه د کارېدنې ترڅنګ بهر ته هم صادرېږي.

د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی
په تېرو څو میاشتو کې، په ځانګړې توګه کله چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، په نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې او وروسره جوخت د ډبرو سکاره هم ګران شول. په نړیواله کچه د ډبرو سکرو د بیو د لوړوالي یو اصلي لامل دا و، چې د ډبرو سکرو لوی صادروونکي هېواد اندونیزیا په ناڅاپي توګه د سکرو صادرات کم کړل. په نړیوال بازار کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ډبرو سکاره شاوخوا درې برابره ګران شوي دي. د جنوري په ۳مه (۲۰۲۲م) په نړیوال بازار کې یو ټن سکاره په ۱۵۷ ډالره پلورل کېدل، خو د سپټمبر پر ۸مه بیا دا بیه ۴۳۹ ډالرو ته رسېدلې وه. همدا لامل و، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څو میاشتې وړاندې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د زیاتولو امر وکړ او ویې ویل چې له دې درکه به پاکستان هر کال ۲.۲ ملیارده ډالره وسپموي، کوم څه چې په افغانستان کې پراخ غبرګونونه هم وپارول او د مالیې وزارت یې د ډبرو سکرو پر بیو بیاکتنې ته اړایست.
په نړیواله کچه د ډبرو سکرو د بیو لوړوالي، بهر ته یې د صادراتو زیاتوالي او د تعرفې لوړوالي او همدا راز د تېلو د بیو لوړوالي، د سېلابونو له کبله د مواصلاتي لارو خرابوالي او بندېدو د هېواد په داخلي بازارونو کې هم د ډبرو سکرو بیې لوړې کړې دي. د مالیې وزارت په وینا، له ۱۳۹۷ کال راهیسې د یوه ټن صادرېدونکو ډبرو سکرو بیه ۹۰ ډالره وه چې ۲۰ سلنه محصول ترې اخیستل کېده؛ خو له وروستیو تحولاتو وروسته یې بیه د ترانسپورتي لګښتونو او مالیې په شمول لومړی ۲۰۰ بیا ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوه او محصول یې هم له ۲۰ سلنه څخه ۳۰ سلنه ته لوړ شو. د صادراتو په برخه کې یې بیا ګمرکي تعرفه له ۲۷ څخه ۶۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
په داخلي کچه تر کابل پورې یو ټن د ډبرو سکاره تر ۱۵۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي. د بېلګې په توګه په بامیانو کې یو ټن په ۶۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، ۳۶۰۰ افغانۍ مالیه ترې اخیستل کېږي او پاتې یې د موټر کرایه کېږي. په دې توګه اوسمهال د کابل په بازارونو کې د یوه ټن ډبرو سکرو بیه ۱۵۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې وخت کې د یوه ټن سکرو بیه په اوسط ډول ۹۶۰۰ افغانۍ وه.
د هېواد په اقتصاد کې د ډبرو سکرو رول
د ډبرو سکاره د هېوادونو په اقتصاد کې له څو اړخونو رول لري. له یوې خوا د بې کارۍ کچه راټیټوي او له بلې خوا د برېښنا د تولید له اړخه ارزښت لري او د صادراتو له درکه یې پام وړ ملي عواید ترلاسه کېږي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۸م کال کې استرالیا د ډبرو سکرو د صادروونکو هېوادونو په سر کې راغله، او د دغه هېواد ۲۰۰ زره وګړو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه او هم یې ۲۰ ملیارده ډالر ملي عواید له دې درکه ترلاسه کړي وو. همدا راز شمېرې ښيي، چې د ډبرو سکرو په سکتور کې د چین ۳ میلیونه وګړي او د هند ۳ لکه کاریګر په کار بوخت دي.
په افغانستان کې د ډبرو سکرو کيندنه د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال پیل شوه او ترې لاسته راغلي عواید به یې د دولت خزانې ته جمع کېدل. وروسته د مرکزي حکومت د کمزوي کېدو او بې‌ثباتیو له امله د یادو کانونو کیندنه تر ډېره د حکومت له کنټروله ووتله او سیمه‌ییزو زورواکانو د ډبرو سکرو استخراج په ډېرو سیمو کې په خپله ولکه کې واخیست او حکومت ته یې د راتلونکو عوایدو کچه کمه شوه. په دې توګه د سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ له کبله په بېلابېلو دورو کې غیرمسلکي او ناقانونه کیندنو زور واخیست او دغه وضعیت په وروستیو څو لسیزو کې په پرله پسې ډول جریان درلود.
له تېر کال راهیسې پر افغانستان د بندیزونو او د نړیوالو مرستو د بندېدو له کبله اسلامي امارت د هېواد داخلي عایداتي سرچینو ته توجه زیاته کړې ده. د حکومتي ادارو له لوري وروستۍ خپرې شوې شمېرې ښيي چې د هېواد ملي عواید د تېر کال په پرتله پام وړ زیات شوي او د هېواد ملي بودجه هم په لومړي ځل له داخلي عوایدو څخه چمتو شوې ده. د ملي عوایدو په لوړوالي کې د کانونو سکتور او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د استخراج ونډه پام وړ ده. په تېرو کلونو کې په دغه سکتور کې د پراخ مالي فساد له کبله دا عواید د مافیاوو جیبونو ته تلل. د بېلګې په توګه، د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۵مه د افغانستان د هغو پنځو کانونو په اړه خپل څېړنیز راپور د (هیلو لوټ‌ماران) په نامه خپور کړ، چې د افغان حکومت له‌خوا د کانونو او پطرولیم وزارت پرمټ مختلفو شرکتونو ته پکې قراردادونه ورکړل شوي وو. د دغه راپور له مخې د کانونو د قراردادونو د ورکړې په پروسه کې سیاسي نفوذ، طرفدارۍ یا خپلوۍ مهم رول درلود. همدا راز په دغه راپور کې راغلي وو، چې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د حکومت جګپوړي چارواکي، ډېری کانونه د ځان خپلوانو یا هم نورو زورواکانو د شخصي ګټو لپاره ساتي او کاروي.
اوسمهال د هېواد په ملي عوایدو کې د ډبرو سکرو ونډه پام وړ زیاته ده او هره اوونۍ یوازې د ډبرو سکرو د استخراج له درکه تر ۲۰۰ ملیون زیاتې افغانۍ د دولت خزانې ته جمع کېږي. د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، د اوو میاشتو په موده کې (د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال له سنبلې میاشتې څخه د سږ کال تر حمل میاشتې پورې) مجموعا شاوخوا یو میلیون او اته سوه زره ټنه د ډبرو سکاره له هېواده بهر په ځانګړې توګه پاکستان ته صادر شوي، چې ګمرکي ارزښت یې تر ۱۶ میلیارده افغانیو زیات او له درکه یې ۳.۹ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې یو کال وړاندې په همدومره موده کې (د ۱۳۹۹ له سنبلې د ۱۴۰۰ تر حمل میاشتې) د ډبرو سکرو د صادراتو ارزښت ایله یو میلیارد افغانۍ و، چې له درکه یې ۲۴۴ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی و.
همدا راز د کانونو او پطرولیم وزارت د چارواکو په وینا، اوسمهال په هیواد کې شاوخوا ۱۰۰ زره کارګر د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کوي، چې په خپل وار سره د بې کارۍ د کچې په ټیټوالي کې مرسته کوي او که دغه سکتور لا ښه مدیریت شي، د هېواد وګړو ته د کار موندنې د فرصتونو په برخه کې هم اغېزناک رول لرلی شي.

څه باید وشي؟
د ډبرو سکرو سکتور د لا غوړېدو او مؤثریت لپاره د لاندې ګامونو په ګډون یو شمېر اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي:
• که چېرې په افغانستان کې د ډبرو سکرو د کیندنې په معیاري کولو کار وشي، عصري ماشینري ورته راوړل شي، کانونو ته غځېدلي سړکونه په اساسي توګه ورغول شي او د کیندنې له پاره یې مسلکي ټیمونه وګمارل شي نو دا به د هېواد پر اقتصاد پام وړ اغېزې وښندي او دولت او ملت دواړو ته به یې ګټې زیاتې شي. تراوسه د ډبرو سکاره تر ډېره په غیرمسلکي او ناقانونه توګه استخراج شوي، چې له یوې خوا د کان کیندونکو تلفات هم زیات کړي او له بلې خوا یې ضایعات او نور زیانونه هم زیات دي.
• له نورو هېوادونو سره ترانزیټ او تجارت مستقیما د هېواد په امنیتي وضعیت پورې هم تړاو لري، چې له همدې کبله په دې وروستیو کې له نورو هېوادونو سره سوداګري او ترانزیټي سوداګري زیاته شوې ده. دغه وضعیت د یوه فرصت په توګه د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې هم رول لري او افغان حکومت باید هڅه وکړي چې د افغانستان د ډبرو سکتور ته نړیوال بازارونه پیدا کړي. په اوسني وخت کې د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي. دغه هېواد د برېښنا د تولید دوو لویو فابریکو ساهیوال (پنجاب) او حب (بلوچستان) د اړتیا وړ سکاره له افغانستان څخه پېري چې په ورځني ډول یې مقدار ۱۵ زره ټنه کیږي؛ خو په ټولیز ډول بیا پاکستان د خپلې اړتیا وړ ۷۰ سلنه سکاره له سویلي افریقا څخه واردوي چې په ډېره لوړه بیه ورته تمامېږي. همدا راز په نړۍ کې د ډبرو سکرو لومړۍ درجه مصرفوونکی هېواد چین زموږ ګاونډی دی. هند او چین په دې وروستیو کې د افغانستان د ډبرو سکرو رانیولو ته چمتووالی هم ښودلی. له دې کبله که د ډبرو سکرو د صادراتو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وشي او د پاکستان ترڅنګ د نړیوالو بازارونو د موندلو هڅې وشي، نو له درکه به یې ملي عواید د تېر په پرتله لا زیات شي.
• افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ شاوخوا ۷۸ سلنه برېښنا له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي، چې له یوې خوا خورا زیات لګښتونه پرې راځي او له بلې خوا وخت ناوخت له تخنیکي عارضو سره هم مخ کېږي او له ګاونډیو هېوادونو څخه وارده شوې برېښنا پرې کېږي. که په هیواد کې دننه د ډبرو له سکرو څخه د برښنا تولید ته هم توجه وشي، نو په تدریج سره به د برېښنا په برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو تکیه راکمه شي؛ ځکه له برښنا پرته صنعتي وده ناشونې ده او اوسمهال په هیواد کې د صنعتکارانو لپاره یوه له لویه ستونزه د برېښنا کمښت دی، چې له کبله یې یو زیات شمېر فابریکې تړل شوې دي او ان ځینې یې اړ شوي چې خپلې پانګې بهر ته ولېږدوي.
• د کانونو په سکتور کې که څه هم اوسمهال تر ډېره د اداري فساد مخه نیول شوې؛ خو د اداري فساد د مخنیوي لپاره بنسټیز کار ته اړتیا ده. د کانونو او پطرولیم وزارت باید د کانونو په قانون کې تعدیلات راوړي؛ ځکه د فساد د مخنیوي په اړه پکې څه نشته. همدا راز د هغو کانونو په اړه چې حکومت پخوا پریکړه کړې وه، چې جواز به یې ولایتي ریاستونه ورکوي، باید بېرته مرکزي شي، ترڅو ځايي زورواکو او مافیايي کړیو ته بیا زمینه برابره نه شي. د دې ترڅنګ د کانونو د قراردادونو د ورکړې سیستم باید رقابتي او پرانیستی وي، ترڅو هر څوک پوه شي، چې دوی د کومو لاملونو له کبله قرارداد ترلاسه کړی او د کومو له کبله یې قرارداد ترلاسه نه شو کړای. همدا راز ټول هغه قرارداونه چې د کانونو وزارت ورکړي وي، باید خپاره کړای شي.
• وروستۍ او مهمه موضوع هم د هېواد په داخلي بازارونو کې د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی دی. دا چې ژمی راروان دی، د عامو وګړو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره دا غوښتنې هم شته دي چې حکومت یوه داسې طرحه عملي کړي چې په هېواد کې دننه د ډبرو سکرو بیې راټیټې شي ترڅو یې عام وګړو د رانیولو توان ولري. له دې کبله حکومت ته په کار ده، چې د کورنیو مصرفوونکو لپاره –هم د بې وزله وګړو لپاره او هم د فابریکو د مصرف لپاره– باید یو ډول سبسایډي یا مراعات موجود وي. د بېلګې په توګه، د محمد ظاهرشاه په وخت کې په سړو سیمو کې شاوخوا یونیم ټن د ډبرو سکاره د دولت کارکوونکو لکه ښوونکو او اجیرو کارمندانو ته په کم نرخ ورکول کېدل. د داسې یوې طرحې عملي کول او په داخلي کچه د دولت له لوري په کم نرخ د ډبرو سکرو د پلور مدیریت به لا زیاتو خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي. له دې پرته د صادراتو لپاره د نړیوالو بیو په پام کې نیولو سره په مناسبه بیه نورو هېوادونو ته صادر شي.
پای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: