د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکې؛ ستونزې او حل لارې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم د افغانستان او هم د ګاونډیو هېوادونو لپاره خورا مهمې دي. دا چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی، نه یوازې دا چې تر ټولو ډېر تجارت یې له ګاونډیو هېوادونو سره دی، بلکې له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره هم تل پر خپلو ګاونډیو هېوادونو متکي دی. په ورته وخت کې افغانستان بیا د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران لپاره یو مهم بازار دی. سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې پر پاکستان تکیه راکمه شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان د تجارت مجموعي کچه کابو ۶.۴ ملیارده ډالره وه، چې ۷۵۴ ملیون ډالره پکې صادرات او ۵.۶۳ میلیارده ډالره هم پکې واردات وو. تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان او هندوستان څخه شوي وو. په بل اړخ کې بیا هندوستان، پاکستان او چین ته تر نورو زیات صادرات شوي وو.
د تېر ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې کله چې پخوانی حکومت سقوط شو، پر نوي سرپرست حکومت د نړیوالو بندیزونو له کبله دا وضعیت له خنډونو سره مخ شو. د بېلګې په توګه وروستي آمار ښيي چې یوازې له پاکستان سره د تجارت کلنۍ کچه له ۲.۵ ملیارده ډالرو څخه ۱ ملیارد ډلرو ته راښکته شوې ده، چې یو ستر لامل یې هم د دوستانه پالیسیو نشتون او په افغانستان کې د بانکي سیستم ستونزې دي. همدا راز له ایران سره هم د تجارت کچه لږ تر لږه ۲۰ سلنه راکمه شوې او په تېر ۱۴۰۰ لمریز (۲۰۲۱م) کال کې ۱.۸ ملیارده ډالرو ته رسېدلې ده. که د ایران او افغانستان ترمنځ د ۲۰۲۱م کال د لومړي فصل تجارت د ۲۰۲۲م کال د لومړي فصل له تجارت سره پرتله کړو، نو ښکاري چې یوازې په دې یوه فصل کې د تجارت کچه د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه راټیټه شوې ده.
که څه هم افغانستان په سیمه کې د خپل ځانګړي جغرافيایي موقعیت له کبله د تجارت او ترانزیټ په برخه کې خورا زیات اقتصادي فرصتونه لرلی شي، ځکه دا هېواد د مرکزي آسیا او د آسیا د جنوب ترمنځ د یوه ارتباطي پل حیثیت لري؛ خو په هېواد کې دوامداره سیاسي او امنیتي بې ثباتي د دې لامل شوې چې له ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصاد، تجارت او ترانزیټ برخو کې تل ستونزې موجودې وي. اوسمهال چې افغانستان تازه د یوه نسبي امن خوا ته تللی او په ورته وخت کې له جدي اقتصادي بحران سره هم مخ دی، له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې د دغه بحران په کنټرول کې خورا مهم رول لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو کچو کې بحثونه پرې وشي.
له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له لوري په کابل کې «د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راتلونکی» تر عنوان لاندې وروستي ګډ څېړنیز سمینار له پنځو محورونو څخه یو مهم محور و، چې پکې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لسګونه علمي او متخصصو شخصیتونو د خپلو علمي مقالو وړاندې کولو له لارې بحثونه وکړل. د دغو بحثونو په پایله کې دا موضوع په هراړخیز ډول څېړل شوې او په پایله کې یې اړوندو پالیسي جوړوونکو لورو ته سپارښتنې شوې دي. دلته دا سپارښتنې د بحثونو له جزئیاتو پرته د اړوندو لورو د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شوې دي:
د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکې؛ د اړوندو لورو لپاره سپارښتنې:
* تر هر څه دمخه، امنیتي ثبات د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره تر ټولو لومړی او مهم شرط دی او اوس چې په افغانستان کې نسبي امنیت راغلی دی، باید له دغه وضعیت څخه مثبته ګټه واخیستل شي او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي فعالیتونه زیات او اسانه کړل شي.
* پر اوسني سرپرست حکومت د لګېدلو بندیزونو له کبله له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې بېلابېلې ستونزې رامنځته شوې دي، چې تر ټولو ډېر زیان یې عامو خلکو ته رسېږي، له دې کبله له ټولو اړوندو لورو غوښتنه کېږي چې د دغو بندیزونو د لرې کېدو لپاره لاس په کار شي.
* د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د بحران او سیاسي ستونزو له کبله هم ترانزیټي سوداګري خورا زیاته اغېزمنه شوې، چې بیا یې هم زیان یې عامو خلکو ته رسېږي، له دې کبله باید په ټولو هېوادونو کې د اعتماد جوړونې لپاره کار وشي.
* افغانستان او د سیمې ټول هېوادونه تر خپل منځ پراخو اقتصادي او تجارتي همکاریو لپاره یو بل ته اړتیا لري او حکومتونه باید په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي او په دغو برخو کې شته ستونزې له منځه یوسي.
* اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي همکارۍ د سیمې د ټولو هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ثبات لامل کېږي او باید هڅه وشي چې اقتصاد او تجارت له سیاست څخه اغېزمن نه شي.
* د هېوادونو ترمنځ درې ډوله سوداګري کېږي، چې لومړی یې ترانزیټي سوداګري ده، دویم یې هم دوه اړخیزه سوداګري ده، او دریم یې هم غیرقانوني یا قاچاقي سوداګري ده. په دغو درې واړو برخو کې ستونزې شته دي او باید دغو درې واړه تجارتونو ته توجه وشي، ترڅو سوداګري قانونمنده او ستونزې یې راکمې شي.
* د افغانستان-پاکستان، افغانستان-ایران، او افغانستان-منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د آزاد تجارت د زونونو (Free Trade Zones) جوړول ښایي بېلابېلې ګټې له ځان سره ولري، هلته په ګډه تولیدات او راکړه ورکړه وشي او مالیات ورباندې نه وي. ځکه نو په دې برخه کې ګام اوچتول د ټولو لورو په ګټه ده او باید په دې برخه کې اقدام وشي.
* ایران هر کال ۸ میلیارد ډالره یوازې د خوراکي توکو واردات لري، خو ډېره کمه برخه یې له افغانستان او پاکستان څخه واردېږي. ایران له دوه تر درې ملیارده ډالره پورې له افغانستان څخه د زراعتي توکو واردات لرلی شي او بالمقابل ایران د سیمې په کچه د انرژۍ د سترو ذخایرو لرونکی هېواد دی، خو له بده مرغه په دغو برخو کې هغسې چې لازمه ده همکارۍ نشته او ښکاري چې دغو هېوادونو د یو بل اقتصادونه سم نه دي پېژندلي او یا د نورو عواملو تر فشار لاندې دي. د بېلګې په توګه ایران د ګازو لوله د پاکستان تر پولې رسولې، خو د امریکا د فشارونو له کبله یې پراختیا نه ده موندلې. همدا راز د افغانستان او ایران ترمنځ هم دلته د بهرنیانو حضور خنډونه جوړول. اوس چې په سیمه کې د امریکا حضور ختم شوی، اړتیا ده چې د ټولو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او له سیاسي مسایلو هاخوا پراختیا ومومي.
* د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ تړون (APTTA) په اړه باید په هرو لسو کلونو کې یو ځل خبرې اترې وشي، چې تېر ځل په ۲۰۱۰ کال کې دا تړون شوی او اوس یې وخت دی چې په دې اړه بیا له سره خبرې وشي، ځکه سره له دې چې د دغه تړون د تطبیق په برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې شته دي، خو دا تړون لاهم د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ لپاره یو اغېزناک چوکاټ دی. نړیوال کنوانسیونونه او په ځانګړې توګه په وچه کې د راګیر هېوادونو لپاره نړیوال مروج دودونه باید په پام کې ونیول شي ترڅو د عدم توازن له منځه وړلو او د پاکستان له لارې او بالعکس پاکستان ته تجارت او ټرانزیټي سوداګري اسانه، ډاډمنه او پام وړ اسانتیاوې ورته برابرې شي.
* د دواړو حکومتونو تمرکز د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې په پراخه کچه سیاسي شوی، دا تمرکز باید بدل شي. له ټرانزیټي تجارت سره باید له سیاسي انګېزو هاخوا چلند وشي. له دې سره سره، د پاکستان له لارې د افغانستان سوداګري او ټرانزیټ سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ ته اړتیا لري. ننګونو، خنډونو او ستونزو ته باید په عاجل ډول ځواب ورکړل شي او بنسټیز ملاتړ چمتو شي ترڅو یې اغېزې او زیانونه عامو خلکو ته ونه رسېږي.
* د پولو تړل باید د دوه اړخیز توافق او د وړاندوینې وړ میکانیزم له لارې تنظیم شي ترڅو سوداګر (دواړه افغان او پاکستاني) متوجه وي او له نامعلومو مالي زیانونو څخه ځان وژغوري.
* پاکستان ته دې د منځنۍ اسیا بازارونو ته غیر مشروط لاسرسی ورکړل شي او برعکس افغانستان ته دې د سویلي اسیا بازارونو په ځانګړې توګه د هند بازار ته غیر مشروط لاسرسی ورکړل شي. په واګه بندر کې اوسنی وضعیت د تجارت له ګډوډۍ او ستونزو سره مخ کولو پرته بل څه نه دي. له همدې کبله، دا وړاندیز هم شته دی چې دواړه حکومتونه دې هرې سیمې ته د لاسرسي لپاره ټولې تعرفې او نور خنډونه لرې کړي.
* موسمي تعرفې چې له لسیزو راهیسې دود دي، باید لرې کړل شي. د اسانه خرابېدونکو توکو (لکه د افغانستان له لوري د تازه مېوو صادرات) نړیوال معیارونه باید په پام کې ونیول شي، او هغو لاریو ته چې په اسانه خرابېدونکي مالونه لیږدوي باید د عادي توکو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي او د هغوی په ځانګړو موسمونو کې تعرفې پرې ونه لګېږي.
* له ګاونډیو هېوادونو سره په تجارتي او اقتصادي اړیکو کې همدا راز د سوداګریزو لارو متنوع کول هم بل مهم ګام دی، ترڅو د ټرانزیټي سوداګرۍ او نړیوال بازار ته د لاسرسي لپاره یوازې پر یوه هېواد تکیه راکمه کړي. له همدې کبله افغانستان ته پکار ده چې له ایران سره هم د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره یو هر اړخیز تړون لاسلیک کړي.
* د خطر د مدیریت اغېزناک سیسټم باید د کیوټو کنوانسیون (RKC) له معیارونو سره سم تطبیق شي او ټول اړخونه باید له اپټا ۲۰۱۰ سره سم د متقابلو توافقاتو له مقرراتو سره ځان تړلی وګڼي. د بدیلونو لټول یا د اجازې له کچې څخه بهر تلل د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د ګډوډولو او ویجاړولو لامل کېدای شي او پر سوداګرو د اضافي لګښتونو لامل کېږي.
* په اپټا تړون کې د شخړو له مېکانېزم څخه تل ناسمه استفاده شوې او د دغه تړون له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ د همغږۍ اداره (APTTCA) د شته ستونزو د هواري لپاره اغېزناکه اداره نه ده، بلکې د شخړو د هواري پر میکانیزم باید بیاکتنه وشي او د سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ اړوند راپورته کیدونکو جنجالونو او قضایاوو د حل لپاره باید یوه اغېزناکه اداره جوړ شي.
* د پاکستان په بندرونو کې په ګمرکونو کې د کانټینرونو بارول او کښته کول او د ګمرکونو د تصفیې سیسټم باید د اپټا ۲۰۱۰ تړون له احکامو سره سم تنظیم شي، او یوه داسې ماده باید په تعدیل شوې نسخه کې داخله شي چې د ګمرکونو د چارو اسانه سیسټم یقیني کړي.
* دواړه هیوادونه اړ دي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د متخصصینو په کچه پوهه لرونکي کسان د پروسو اسانه کولو لپاره وګومارل شي، ځکه سوداګري او ټرانزیټ خورا تخصصي ساحه ده. د متخصصینو ګمارل به د مسلو لپاره په اسانه توګه حل موندلو کې هم مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: