د بنګله دیش اقتصادي وضعیت ته ځغلنده کتنه او افغانستان ته څو درسونه!

اسد مبارز

بنګله دیش له ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې د مشرقي پاکستان په نوم یادیده؛ ډیره حاصل خیزه خاوره لري او له همدې حاصلاتو به یوازې اوسني پاکستان ګټه اخیستله او بنګله دیش ته یې کومه ګټه نه رسیده. د همدې دلیل سربېره د ژبني تعصب له مخې د خپلمنځي جنګونو په پایله کې بنګله دیش په ۱۹۷۱ میلادي کال کې ځانته مستقل هیواد جوړ شو.

دا چې نوی هیواد جوړ شو نو د اقتصادي وضعیت بهبود لپاره یې لومړۍ کار دا وکړ چې نږدې ۸۵ سلنه خصوصي او صنعتي سکتور یې ملي (Nationalize) کړلې. دې کار سره یې خصوصي سکتور سخته ضربه ولیدله او حتی د یو راپور له مخې خو د شیخ مجیب الرحمان قتل تر شا هم د خصوصي سکتور او د آزاد بازار اقتصاد غوښتونکو ډلو لاس لرل تأییدوي.

څه وخت بعد یې پام شو چې اقتصادي وضعیت یې د دوه عُمده دلیلونو له وجې مخ پر ځوړ روان دی؛ یو د خصوصي سکتور ملي کیدل او دویم د مشتریانو له لورې د بانکونو پورونه نه أداینه (Non-Performing Loans). همدا وجه وه چې دوه ملي بانکونه یې بیرته خصوصي سکتور ته ورکړل او د دوه نورو خصوصي بانکونو رامنځته کولو پریکړه یې هم وکړه. له دې سره څنګ کې یې د وړو او متوسط کمپنیو (Small Medium Enterprise) ته توجه زیاته کړله؛ ټیکسونه یې پرې کم کړل، د کمپنیو جوړیدو قانوني مراحل یې آسانه کړل نو له هیواد بیرون خلکو هم پانګونه وکړه؛ ډیرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوه.

ورو ورو بنګله دیش کې پرمختیایي کارونه زیات شول؛ تولیدات ډیر شول، خلکو ته کارونه پیدا شول او د صادراتو له وجې د پیسو راتګ هم پیل شول، بانکونو ته خلکو مخه کړله، هم به یې بانک کې پیسې ايښودې او هم به یې ترې پور اخیستل، داسې ښکاریدل چې بنګله دیش په جنوبي آسیا کې ستر اقتصادي هیواد کیدونکی دی، دا تر څو میاشتو وړاندې وخت معلومات دي چې د بنګله دیش د سړي سر عاید له انډیا هم ډیر دي چې دا یې د قوي اقتصاد نښه ده.

ولې د بنګله دیش اقتصاد ستونزو سره مخ شو؟!
د بنګله دیش اقتصادي پالیسیو د آسانتیا له وجې یوازې یو سکتور ګارمنټس (د کپړې، رخت، کالیو) سکتور بیخي زیات شول، صادراتو کې یې نږدې ۸۰ سلنه همدا ګارمنټس شامل وو. ددې تر شاه دلیل د کاټن پریمانه حاصل او د فایبر شتون وو. ددې دوو سربیره ارزانه کاریګر هم موجود وو نو ځینو خارجي پانکوالو هم دې سکتور کې پانګونه وکړله. ددې څو دلایلو سربیره یو بل دلیل چې ګارمنټس سکتور دومره ډیره وده وکړله د رچرډ نیلسن د MFA (Multi Fiber Agreement) هم وو چې له مخې یې هر هیواد ته د صادراتو اجناس معلوم شول؛ بنګله دیش ته پکې همدا ګارمنټس په برخه ورسیدل چې صادرولی یې شي. د ۱۹۹۹ کال تر پایه نږدې ۲۹۰۰ د ګارمنټس کارخانې فعالې وي او د بنګله دیش ټول اقتصاد یوازې په ګارمنټس ولاړ او تکیه وو؛ ورون بفیټ وایي چې هیڅکله هم ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې مه ږدئ. بنګله دیش سره همدا وشول، یو یې یوازې کارمنټس باندې اقتصاد تکیه وو او بل یې نږدې ۶۰ سلنه صادرات یوازې اروپا ته درلودل.

د روسیې او یوکراین له جنګ وروسته اروپا کې د پام وړ قیمتي (انفلاسیون) راغی؛ د انفلاسیون له وجې د یو راپور له مخې اروپا مېشتو خپلو مصارفو کې د پام وړ کموالی راوړی. د بنکله دیش ګارمنټس اوس ډیر څوک د انفلاسیون له وجې د مصرف کمولو په موخه نه اخلي. دې سره د بنګله دیش صادرات کمیدو له وجې د ډالرو راتګ کم شو، جاري حساب یې خساره کې شو او د تیلو وارداتو لپاره پرته له څو میاشتو ډیرې پیسې نلري، له همدې وجې یې د IMF قرض ته مخه کړه. فعلا پکې اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی او داسې ښکاري چې لا ډیر خراب شي.

افغانستان د بنګله دیش له اقتصادي وضعیت څو درسونه زده کولی شي؛ لومړۍ دا چې خپل صادرات دې په یوه سکتور نه تکیه کوي لکه اوس چې تر ډیره د معدن او بالخصوص ذغالو په سکتور تکیه دی. باید وچو او تازه میوو په شمول، تازه سبزي، قالین، پلاستیک، کاغذ او نورو اجناسو صادراتو ته لار هواره کړي.
دویم درس چې افغانستان ته لري هغه یوازې په یوه هیواد د صادراتو تکیه ده چې باید دوام ونکړي، فعلا تر ۹۰ سلنه ډیر صادرات یوازې پاکستان ته کیږي چې تل د تورخم، بولدک او غلام خان بندر لارو بندیدو له وجې تازه میوه او سبزي خرابیږي او د سوداګر او دهقان په شمول صادرات متضرر کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button