د صحرا ﺯمرى (عمر مختار) څوک ؤ؟

عمر مختار ۱۸۵۸م يا په ۱۸۶۲ کال د ليبيا په ختيځ پرتې، دفنه نومي سيمې په جنزور کلې کې نړۍ ته سترګې وغړولې. چې لقبونه یې د شهیدانو شیخ، د صحرا زمری او د مجاهدینو شیخ دي. او پلار يي مختار بن عمر د منفه قبيلې، د فرحات کورنۍ څخه وه. چې حج ته د تګ په لاره کې وفات شو او د عمر مختار سرپرستى شيخ حسين په غاړه واخيسته، لومړې هغه د قرآن کريم مدرسه کې داخل کړ. او بيا جغبوب مدرسه کې داخل کړ چې ۸ کاله علوم دينې درسونه جغتوب مدرسه کې وويل. لکه فقه، حدیث، تفسیر او عربى ګرامر ﺯده کړه.

په ليبيا کې عمر مختار ته د صحرا ﺯمرې ويل کيده کله چې ايټاليا ۱۹۱۱ م کال کې د ليبيا بنغاری بندر ونيو، ظلمونه يي پيل کړل او ۲۰ ﺯرو نه ډير مسلمانان قتل عام کړل ، د عثماني خلافت پرضد جګړه پیل کړه، هغه مهال عثمانیانو د لیبیا مشران وو. خو عثمانيان اړ شول، ايټاليا سره اوربند وکړې، په ۱۹۱۲ کال روم اعلان وکړ چې لیبیا د ایټالیا مستعمره ده، له هماغه وخته عمر مختار چې ۵۳ کلن و د ایټالویانو پرضد د لیبیا مقاومت پیل کړ چې ۲۲ کاله یې دوام وکړ او ایټالویانو ته یې ډېر زیان هم واړاوه.
ایټالوي دیکتاتور بنیتو موسیلي د ډله ییزې سزا له لارې ددغه پاڅون ختمولو ته اړ شو، ۱۰۰ زره لیبیایان یې له هغو سیمو کوچېدو ته اړ کړل چې د پاڅون اصلي مرکزونه ګڼل کېدل او هغو توقیفونو ته یې ولېږل، چې زرګونه کسان پکې مړه شول. خو بيا هم ليبيايانو مورال کمﺯورې نشو.

، عمر مختار په ډيرو کمو امکاناتو او وګړو يى دوه لسيزې کفارو سره مبارﺯه وکړه. په کال ۱۹۲۳ م کله چې د لیبیا پلازمینه طرابلس هم د ایټالویانو په لاس سقوط وکړ، عمر مختار د برقه مجاهدینو د قومندان په صفت چریکي جګړې ته مخه کړه. ده به هر ځلې له ۱۰۰ تر ۳۰۰ پورې ملګرو پر مټ پر ایټالوي جنګیالیو حمله کوله، تر مرګونو ګوذارونو وروسته به بیرته خپل ځای ته ستنېدل. دا مقاومت ددې لامل شو چې تر ۱۹۳۱ کال پورې ایټالویان پر ټول ليبيا واکمن نه شي.

،د ایټالویانو پرضد له مبارزې مخکې د مصر او لیبیا پر ګډه پوله عمر مختار د برتانویانو پرضد هم مقاومت کړې.
جنوبي سودان کې یې د سنوسیانو او فرانسویانو ترمنځ جګړه کې هم ګډون کړی، هلته د صحرا زمری لقب ورکړل شو. همداشان په ۱۹۰۰ کال پر چاد د فرانسویانو د ښکېلاک پر مهال یې هم جګړه کړې ده.

د عمر مختار نيول کيدل او شهادت

د ۱۹۳۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه، ایټالویان له داسې جګړې وروسته د عمر مختار په نیولو وتوانېدل چې د هغه اس ووژل شو او عینکې یې ماتې شوې.
درې ورځې وروسته، د سپتمبر پر ۱۴مه، ایټالوی مشر ګراتسیاني بنغازي ته ولاړ او د سپتمبر پر ۱۵ مه یې یوه ځانګړې محکمه جوړه کړه، د مازدیګر پر پنځو بجو یې عمرالمختار په اعدام محکوم کړ.
ﺯرګونه وګړې او سياسى بنديان ورته په جبر راټول کړل شول، اويا کلن ﺯمرې لاس تړلې د دار تختې ته را وستل شو، صليبې غليم خپل ټول شته ځواکونه احضار کړي وو، الوتکې په هوا ګرځيدې چې د شور له کبله عمر ﺯمرې غږ څوک وا نه وري.
په سهار نهو بجو عالم او د الله جل جلاله لارې بلونکى او د اسلام د لارى دغه ستر مجاهد جلاد ته وسپارل شو. څو دقيقې وروسته يي خپل روح د کائناتو رب ته وسپاره. انا الله وانا اليه راجعون.

۱۹۸۱ م کال سورې هنرمند مصطفی عقاد د عمر مختار په ژوند يو فلم جوړ کړ. چې د عمر مختار رول آنتونی کوئین لوبولې وه. د فلم ﺯيات مصرف معمر القذافی په غاړه اخيستې وه. مصطفى عقاد په ۲۰۰۵ کال خپل لور سره يو ځاى، د اوردن يو هوټل، واده مراسمو کې په بمې چاودنه کې ووژل شو
………………………………………………………………………..

عمر مختار رحمه الله یې: د نافرمان، سرکشه، مجرم او قاطع الطریق په صفتونو ونومولو
علماء سوء، ناکار ملایانو یې پر خلاف د قتال فتوا ورکړه
مېرمن یې ووژل شوه، خېمه یې وسوزول شوه
د ملګري جنازې ته راغلو، خوږ ملګري ورسره خیانت وکړ، او هر نږدې خپل او ملګري پرېښود
په میاشتو میاشتو په غرونو کې محاصره شو، ډېر ترخه یې وڅکل، مرضونه پرې راغلل، ولږې او تندې پرې راغلې په داسې حال کې چې عمر یې اوويا کالو ته رسېدلای وو
له دې دومره تکلیفونو او سخیتو سره بیا هم ورته ایټالویانو د مال او مشرۍ وړاندېز وکړ خو عمر مختار رح دا هیڅ ونه منل
عمر مختار رحمه الله ونیول شو، بندي شو، او اعدام شو، د هغه څه لپاره چې دې جهاد کولو هغه نتیجه یې ونه لیدله.

نو د حق لاره اوږده ده، لوړې او ژورې ډېرې دي، غمونه درانده دي، زخمونه، او امتحانونه د مخلصینو صفونه جدا کوي، جنت د صادقینو انتظار کوي، د حق په لاره کې به دا هرڅه ګالې.
په ۱۹۴۳ ميلادې کال لیبیا د ایټالیا له ښکېلاک خلاصه شوه.

عمر مختار ويناوې او ﺯړورتيا

– عمر مختار رحمت الله ته قاضي وويل: که چېرته د ايټالويانو په وړاندې جنګېدونکو مجاهدينو ته ووايې چې دا جنګ پرېږدئ، نو تاته به عفوه وسي.
عمر مختار ورته وويل: د شهادت ګوته، چې په هر لمانځه کې لا اله الا الله وان محمد رسول الله وایي هغه د باطل کلمه نه شي ليکلای….

– عمر مختار رحمت الله ته یوچا وویل: ایټالیا داسې الوتکې لري چې مونږ یې نلرو. هغه ورته وویل: د عرش څخه لوړې الوتنې کوي او که ټیټې؟؟
هغوی وویل: ټېټې الوتنې کوي.
هغه وویل: هغه ذات چې له عرش څخه پورته دی، له مونږ سره دی، کوم شیان چې ترې ټیټ دي مونږ نشي ډارولی.

– عمر مختار رحمت الله وايي: که د دښمن توپخاني زما توره مات کړې، د هغوئ باطل زما حق نشې ماتولی

– عمر مختار رحمه الله وايي: حق پرست انسان سر لوړی وي، اګر که په اعدام سره را وغورځول شي.

– عمر مختار رحمه الله وایي: الله عزوجل آزاد پیدا کړی یې، نو آزاد اوسه لکه څنګه چې پیدا شوی یې.
آزاد هغه څوک دی چې نه عقل پلوري او نه فکر، او نه خپل موقف پلوري او نه وطن.!

– د عمر مختار (رحمه الله) مېرمن وفات شوه. ده ورپسې اوښکې تویولې؛ ورته وویل شول: ولې ژاړې؟. اوښکې یې پاکولې: له ایټالیوي ښکېلاک سره به مې جنگ وکړ او بېرته به کور ته راغلم. مېرمن به مې د خیمې پرده راته پورته کړه او تل به یې همداسې راته کول، ما ترې وپوښتل چې ولې ځان په تکلیفوې؟ خو یوه پرده ده زه یې خپله پورته کوم.
هغې راته وویل: اې عمره! زه دا نه خوښوم چې له الله پرته دې بل ځای کې سر ټیټ شي. سر ټیټول یوازې د الله له پاره درسره ښایي.

– زړورتوب هغه نیک عدد وو چې له ځواني له ده سره مل وه. په کال ۱۸۹۵ میلادي عمر مختار د سنوسیه ډلې له ځینې شیخانو چې محمد مهدي سنوسي ( د سنوسي ډلې دوهم مشر) هم په کې وو، سوډان هېواد ته روان وه. د لارو په اوږدو کې د زاویه او مجابره قبیلې او نورو سوداګرو چې د طرابلس او بنغازي وو او په غرنیو لارو کې بلد هم وو، یو ځای شول.
کله چې مسافر سوډان ته نږدې غرنۍ سیمې ته ورسیدل، هغه سوداګر چې مخکې یې پر دې لار سفر کړی وو، نورو ته یې وویل: له کم تګ وروسته داسې سختې سیمې ته رسېږو چې هلته ډیری وخت کوم وږی زمری د تلونکو ښکار ته ولاړ وي، ښه دا ده چې یو اوښ ورته حلال کړو، تر څو یې له داړلو بچ شو. عمر مختار له دې خبره سره مخالفت وښود او دا باج ورکول یې رد کړل او ویې ویل: مونږ نورو انسانانو ته له باج ورکولو څخه بد وړو، پاتې شوه یوه حیوان ته باج! دا د بې غیرتي او ناځوانۍ نښه ده. که زمری مخې ته راغی، وبه یې وژنو. دوی لا یادې سیمې ته نه وو رسېدلې چې یو زمری د غونډۍ له شا راښکاره شو، یو سوداګر چې ویرېدلی وو، ویې ویل: زه مې له یوه اوښه تیر یم، خو هڅه ونه کړئ چې له زمري سره په جګړه کې ښکېل شئ. خو عمر مختار خپل یونانی ټوپک راواخیست، زمری یې په څو ډزو وواژه، پوست یې کړ او د لارې پر سر یې کېښود چې راتلونکو کاروانونو ته عبرت شي.
کله چې به چا هماغه کیسه کوله، یا به یې له ده پوښتنه کوله، ده به په ځواب کې دا آیت ورته تلاوت کاوه: وَمَارَمَیْتَ إِذْرَمَیْتَ وَلَکِنَّ اللَّهَ رَمَى.

ليک او څيړنه: عبدالواجد نیازی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button