د بګرام د وحشتونو مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

عزم ـ (چهارشنبه، ۶ ميزان، ۱۴۰۱): افغان فلم ریاست نن ماسپښين د بګرام د وحشتونو په اړه جوړ کړی فلم نندارې ته وړاندې کړ. دغه فلم چې د ۶۰ دقیقو په شاوخوا کې و؛ د اطلاعات و کلتور وزارت د د مطبوعاتو په نړیوال تالار کې د ګڼو مشرانو او کتوونکو ترمخ نمایش ته وړاندې شو.
د غونډې په پیل کې د افغان فلم رئیس مولوي شفیع الله وویل: زمونږ وسایل محدود دي؛ خو کار مو ډیر کړی او هیله من یو چې له وزارت سره په همغږي به یې لا ګړندي کړو.
نوموړي ګیله وکړه، چې: ځینو ادارو کې یې پر وخت کار نه اجراء کیږي او کارمندان د زړو مامورینو له لوري په یو او بل نوم ځنډول شوي.
بل لور ته د هنر او فرهنګ معین عتیق الله عزیزي په خپلو خبرو کې د افغان فلم کارکوونکو ته د فلم مبارکي ورکړه او ویې ویل: مستند فلمونه ضروري دي او باید نوره پراختیا هم ورکړل شي.
ده وویل: د بګرام په مستند فلم کې د ډيرو وحشتونو کیسې را اخیستل شوې؛ خو هغه زړه بوږنونکې صحنې چې په بې ګناه بندیانو تیرې شوې په یو یا دوو فلمونو کې نه شي را ټولېدلی.
نوموړي زیاته کړه: رسنۍ هم باید د ولس اه و فریاد نړئ ته ورسوي. د ده په خبره: د جمهوریت پر مهال ډیرو رسنیو خپل مسؤلیت نه دی اداء کړی، چې اوس یې باید جبران کړي.
د غونډې په منځ کې د بګرام په اړه مستند په لوی سکرین نندارې ته وړاندې شو، چې ۸ تنو سره پکې مرکې شوې وې. دوی د زندان پر مهال د تورو بلاکونو او بندو زندانونو ترمنځ د تېرو شویو شپو بدې خاطرې وویلې.
د غونډې په پای کې د اطلاعات و کلتور نشراتي معین وویل: مستند فلم دا راته واضحه کوي، چې بګرام کې له مظلومو افغانانو سره د بشرحقونو مدافعانو وحشي سلوک کړی.
ده وویل: «هغه څه چې اوس مو له ثبوتونو سره ولیدل، دا را په جوته کوي، چې د بهرنیانو قول او عمل سره توپیر درلود او دوی په زندانونو کې هیچا ته د انسان په سترګه نه کتل.»
د غونډې په پای کې د تېرو څو کلونو پر مهال د پېښو شویو وحشتونو اړوند د لیکل شوي کتاب (ړنګ دېوالونه او زبون وهلې څيرې) د ژر نشرېدلو خبر هم ورکړل شو. یاد کتاب د افغان فلم رئیس له خلکو سره د مرکو پر اساس لیکلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: