قلم دې بې تورې نه شي

عبدالرقيب جواد

دڅه وخت نه په خواله رسنیو کې ځیني خلک د قلم او د تورې په اړه خپل نظریات خپروي، قلم او توره د يو بل په مقابل کی بولي او دواړه د یوبل متضاد شیان یادوي، خو د دوي دا فکر چی قلم او توره جلا شیان دي د تورې په اړه د منفي تبلیغاتو تر اثر لاندي راتلل دي.

قلم او توره د یو بل متضاد نه بلکه د یو بل سره لازم او ملزوم دي، که قلم د یو ملت د ترقۍ او ابادۍ وسیله ده نو توره د یو ملت دبقا او د سر لوړۍ لپاره مهمه وسیله ده.

که قلم د یو انسان ژوند جوړوي نو توره د يو انسان د حفاظت لپاره مهمه ده.

که د یو ملت پرمختګ د قلم نه بغیر ممکن ندی نو د قلم د صحیح او خپلواکه استعمال لپاره بيا تورې ته ضرورت دی.

د تاریخ په اوږدو کې که کوم ملت سره توره او قلم دواړه ؤ هغه ملت د نړۍ په سر خپله حکمراني چلولې ده.

که قران کریم د قلم په واسطه لیکل شوی خو بیا د نړي ګوډ ګوډ ته د تورې په واسطه رسول شوی.

سره له دې چې قلم ډیري ښې خوبیانې لري، خو دتورې له خوبیانو نه هم سترګي نشي پټیدلی.

سلطان محمود غزنوی(رح) سومنات په توره مات کړی ؤ نه په قلم، احمدشاه بابا د پانې پت دپت جګره په توره ګټلی وه نه په قلم چنګیز، انګریز او د روسیی ښکلاک په توره یې ماته خوړلی وه نه په قلم، همدا اوس امریکا او د ناټو قوتونه د تورې په واسطه مات شول نه د قلم، خو د وتلو او د ماتې تړون يې په قلم امضاء شو داد دتورې او د قلم تر منځ التزام په ډاګه کوي.

 یواځي فرق یې په صحيح او غلط استعمال کې دی کنه نو توره او قلم دواړه د کار شیان دي، که قلم په سمه توګه استعمال نشې نو زیانونه یې د توري له زیانونو په سو چنده دي، توره که يو انسان وژلی شي قلم ملتونه وژلی شي.

دقلم په واسطه ملتونه خرڅیدلی شي خو دتورې په واسطه ملتونه خپله آزادي اخستلی شي.

که د کوم قوم نه توره واخستلی شي، هغه که هر څومره د قلمونو امبار هم جوړ کړي خو بیایې هم آزاد نشو بللی بلکې د ذلت او د غلامۍ بې خونده ژوند به تیروي، یو قوم له تورې پرته ديو بې پاسورډه کمپیوټر مثال لري چي هر څوک يې دځان په ګټه استعمالولی شي.

نو لازمه ده چې خپلو اولادونو ته د قلم سره سره دتورې د استعمال طریقه ور وښايو، تر څو وکولی شي چې په صحيح استعمال سره یې د نړۍ اتلان شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: