طنز: حیض لرونکی نارینه

د اردو او پنجابي ژبو مشهور ادیب منیر نیازی وايي: «له پلار جان سره مې ناست وم، چې ناڅاپه یې را نه وپوښتل: زویه! حیض پېژنئ؟
په زړه کې مې شکر اداء کړ، چې خدایه جار دې شم، اوس زمونږ په کور کې هم دومره ازاد خیالي پیدا شوه، چې خلک د حیض غوندې موضوعاتو په اړه غږېدلی شي. بیا هغه کلونه رایاد شول چې د پلار له امله به ټول کور په ویره او وحشت کې ژوند تیروه.
پلار ته مې په موسکا ځواب ورکړ: ابا جانه! حیض د هغې دایرې نوم دی چې په هرې پېغلې نجلۍ میاشت کې یو ځل راځي.
پلار مې بیا وپوښتل: د حیض پر مهال ښځې څه کوي؟
ځواب مې ورکړ: ابا جانه! ښځه په دې وخت کې نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي.
پلار مې لږ څه په غوسه روان شو او قهرجن یې وویل: نو د دې مطلب دا شو چې تا او حیض لرونکې ښځه کې هیڅ فرق نشته.»
ژباړه: خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button