نېشنل انټرسټ: له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکا د سیمې له پاره مهمه نه ده

عزم ـ (پنجشنبه، ۷ميزان، ۱۴۰۱): نېشنل انټرسټ انګلیسي خپرونه چې تر ډيره په پوځي او نظامي چارو راپورونه نشروي؛ لیکلي: له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکا د سیمې هېوادونو له پاره مهمه نه ده.
یادې خپرونې په یو مطلب کې چې تر ډیره د منځنۍ آسیا او افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسیو تمرکز پکې شوی؛ لیکلي: کله چې امریکا په افغانستان کې نظامي واک درلود؛ د ازبکستان او قرغزستان په څير یې د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو پوځي اډې اخیستې وې، چې افغانستان ته یې د پوځي تدارکاتو او ځواکونو په لېږد کې ترې کار اخیسته.
خپرونه زیاتوي: هغه مهال د چین او روسیي په څير سیالو هېوادونو هم د افغانستان د جګړې ملاتړ کاوه؛ خو له کومې ورځې چې د سولې مذاکرات پيل شول او بیا امریکا له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه؛ کیسه بل ډول شوه.
د راپور پر اساس: له افغانستانه تر وتلو وروسته د سیمې هېوادونه امریکا متحده ایالاتو ته د یو ارزښتمن شریک په توګه نه ګوري؛ ځکه خو باید حکومت د خپلو په زرګونو سرتېرو له وژلو او ملیارډونو ډالرو مصرف وروسته په سیمه کې د پاتې امریکایي ځواکونه په حضور غور وکړي.
نېشنل انټرسټ د اندېښنې په څرګندولو سره وړاندې لیکلي: د منځنۍ اسیا په هېوادونو او سیمه کې به د امریکایي ځواکونو نور حضور د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button