د اوکراین قضیه کې د امریکا او اروپا پڅ غبرګون / ځانګړی راپور

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو کنفرانس په ترڅ کې د اوکراین څلور سیمې (لوهانسک، دونېتسک، خرسون او ژیپورېزاپیا) رسما د روسیې برخه ومنلې.
د پوتین په وینا کې درې نکتې مهمې وې:
۱ ــ پوتین اروپا ته روسیې د ګاز ویجاړه شوې نل لیکه، چې څو ورځې وړاندې پرې برید شوی ؤ، د امریکا کار وباله او دا یې وښودله چې که په اروپا ګاز قطع دی، اصلي مسؤلیت یې د امریکا پر غاړه دی.
‏۲ ــ پوتین له اوکراینه وغوښتل، چې ژر تر ژره له پورته ذکر شوو څلورو سیمو خپل پوځونه وباسي او بیا د جګړې د مخنیوي په پار روسیې سره د خبرو مېز ته کښېني.
‏۳ ــ پوتین وویل، امریکا پر جاپان له امنیتي اړتیا پرته اتومي وسلې کارولې وې، خو روسیې له امنیتي اړتیا سره سره، تر اوسه له دې وسلو کار نه دی اخستی. معنی دا چې اړتیا شته، نو که ورسیه مجبوره شي هرو مرو به دا کار وکړي.
بل خوا، ‏د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه سیمې د اوکراین برخه ده او تر هغه به جګړه کوي، تر څو دغه سیمې بېرته تر لاسه کړې نه وي.
امریکا، بریتانیا او ځینې نور هیوادونو ویلي چې دغه څلور سیمې په رسمیت نه پېژني او د روسیې پر بانک ېې نوي بندیزونه لګولي.
‏د اروپا په قلمرو کې اوضاع ډېره خراپه ده. ژمی راروان دی ګاز او انرژي نشته، اروپايي هیوادونه مشکلاتو سره مخ دي.
پوتین غواړي چې اوکراین د ناټو له غړیتوبه لاس پر سر شي، که نه جګړه به نوره هم وغځېږي.
تر دې دمه د جګړې د ختمېدلو یا کمېدلو هېڅ نښان نه ښکاري.
وروسته تر هغه چې پرون د اوکراین ولسمشر زلنسکي له ناټو سره د یو ځای کیدو غوښتنلیک لاسلیک کړ، امریکا یې په ځواب کې ویلي، چې د اوکراین پر مخ د ناټو دروازې خلاصې دي، خو اوس یې د غړیتوب لپاره مناسب وخت نه دی. اوسمهال باید د اوکراین پر نظامی بسپنې تأکید وشي، د ناټو د غړیتوب خبره اوسمهال څنډې ته پرېږدو.”
د. عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: